دشبنم اوبه دبدن ښکلا

فصیح الله عمرزی

دانسان بدن د ژوند د پایښت لپاره دوه شیانو ته زیاته اړتیا لری یو اوبه او بله هوا چې بې دې دواړو  دانسان  ژوند نه شي کیدای.

روغتیاپوهان د دې دواړو اړینو اوبو او اکسیجن(هوا) موجودیت په هرځای کې لازمي بولي .

د مخه چې طب لا ترقي نه وه کړی اوبه او هوا په سختۍ سره پیدا کیدل ډیرداسې ځایونه به وو چې هلته به دهوا په نشتوالي انسان ژوند له لاسه ورکاوه او هم به د اوبوپه نشتوالي ژوند امکان نه درلود.

اوس روغتیاپوهانو نظرورکړی چې  اوبه ، نه داچې دانسان ژوند ورسره تړلی دی بلکه داسې اوبه شته چې په استعمال سره ېې د انسان بدن ښکلا پیدا کوي هغه د شبنم اوبه دی چې په شنه اسمان کې له هوانه لاس ته راوړل کیږي.

په عام ډول به مو لیدلي وي چې کله د سهار پرمهال شنو فصلونو ته ولاړ شئ پرشنو فصلونو داوبوڅاڅکي پراته وي چې په عامه اصطلاح ورته شبنم وایو او اکثر داشبنم دشپې په وروستۍ برخه سهار مهال پرګلونوزیات پریوځي .

اروپایی روغتیاپوهانو یوډول ماشین جوړکړی چې د شپې له پلوه ترشنه آسمان لاندی کیښوول شي له شبنمه په کم وخت کې د یوې کورنۍ داړتیا وړ اوبه لاس ته راوړي چې دا اوبه دهواله نمۍ څخه چې موږ ورته شبنم وایو په اسانۍ سره ترلاسه کوي  .

د دې ماشین ښه والی په دې کې دې چې دا جوړ ماشین دهواله نمۍ لاس ته راوړې اوبه تصفیه کوي او د څښلو قابلیت ورکوي  چې که مسلسل دا اوبه استعمال شي د بدن ښکلاڅو چنده زیاته وي.

یوهغه اوبه دي چې  نوي سستم (ای-سي) ېې جوړوي دا اوبه که څه هم د ګرمي هوانه لاس ته راوړل کیږي اوپه یخوالي بدلیږي خو د څښکلوقابل نه وی او دهواله ګرداو غباره ډکې وي .

له شبنمه ترلاسه کیدونکواوبوماشینونه هغه سیمو ته اړین دی چې د بیلابیلو ستونزو له امله  اوبه په یوځاې کې نه موندل کیږي ، داماشین له هوانه تازه اوبه ترلاسه کوي او دڅښاک وړوي .

که موږ د تبخیر اوبوته وګورو هغه هم همدا ډول له بخار څخه ترلاسه کیږي خو په تبخیري ا و د شبنم په اوبوکې دا توپیرشته چې په تبخیرکې مایکروبونه موجود وي او په شبنم کې  پاکې سوچه او داستعمال وړ ښکلې اوبه  چې ترڅه وخت وروسته امکان لري د شبنم داوبو ماشین  هغه خلک ترلاسه کړي چې د څاګانو اوبه ترلاسه کول ورته مشکل وي ، د شبنم اوبه داښه والی لري چې دانسان رنګ د ګلاب په څیرتازه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close