دطالبانو قیام او اختتام دسولي لپاره ده

لیکوال : عزام حقاني

که تاریخ راواړوو او په روڼو سترګو قضاوت وکړو نو دا به راته معلومه شي چي دطالبانو قیام دټولو هغو بدبختیو او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره وو چي زموږ ګران هیوادوال دیو نیم میلیون شهیدانو او دوه میلیونه زخمیانو او شپږ میلونه مهاجرو په ورکولو سره یې دنړۍ سره ښامار ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړې او له خپل هیواد څخه یې د تزاري روسیې کرغیړنه لمن ورټوله کړه ، خو هغه څه چه دهغه لپاره قرباني ورکول شوې وه چا په خوب کي هم ونه لید ، بلکي داسي حالت را منځته شولو چي له افغانانو یې د روسانو وحشتونه هیر کړل ، هغه هم دهغو خلکو له لاسه چي یو وخت دجهاد مشران بلل کیدل، خو د واک او قدرت پر سر یې هغه کارونه وکړل چي د مظلومو او کړیدليو افغانانو هیلي او امیدونه یې له خاورو سره خاوري کړل ، دمجاهد په نوم یې داسي کارونه کول چي له کافر څخه یې هم هیله نه کیده ، رڼا ورځ یې په خلکو توره شپه ګرځولې وه، دخلکو مالونه، نفسونه او عزتونه په رڼا ورځ چوریدل خو دپوښتنې څوک نه وو، هیواد یې له داسي ناورین سره مخ کړی وو چي قریبه وه تجزیه او وویشل شي، روسانو هغه تاوان چي په جنګ یې له افغانانو ورسیدلی وو دافغان په لاس حاصل کړ ، بالاخره خلک له داسي حال سره مخ وو چي اوس به څه کیږي ، هغمه وو چي الله جل جلاله ددي ظالمانو لپاره یو بله ډله په نوم دطالبانو پیداکړه چي په ډیر لنډ وخت کي یې ددوی ظلم او وحشت لمن ورټوله کړه او هیوادلو لپاره یې یو بې مثاله امنیت راووست کوم چه له ډیره وخته وروسته یې په ارامه دژوند ساه اخستله ، او په هیواد کي یې اسلامي نظام قائم کړ کوم چه غیورو افغانانو دهغه لپاره لویه قرباني ورکړې وه ، او دهیواد ویشلو دسیسه یې شنډه کړه،
راځم دیته چي دطالبانو اولنی قیام او پاڅون هم دامینیت، سوکالي او په هیواد کي دیو افغان شموله اسلامي نظام د بر پایه کولو لپاره وو،
او اوسنۍ مبازره او جنګ یې هم داسلامي نظام قائمیدل، د یرغلګرو امریکایانو
څخه دافغانستان خلاصول او د یو واقعي سولي لپاره هلي ځلي کول دي،
ځکه افغانان هغي سولي ته هیڅ اړتیا نه لري په کومه کي چه ددوی سرونه، مالونه او عزتونه خوندی نه وي، او نه دیته سوله وایې او که یې څوک کوي هغه سوله نه بلکي تسلیمي او له ظالم نظام سره دهغه په ظلمونو کې شریکیدل دي ، او نه هم دافغانستان د بل سوی جنګ اور ورباندي مړکیږي ،
سوله لکه څنګه چي له نوم څخه پاکه ده باید په عملي میدان هم همداسي وي
نو د طالبانو قیام اول ځل او اوس دواړه واره دسولي لپاره وو اوده. ان شاء الله

دیو اسلامي نظام په هیله

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close