دطالبانو لخوا ددولت زخمې بندي اسیرانو سره نیک چلند دستایلو وړ ده

لیکوال: عارف الله حنیف

په داسې حال کې کوم کسان چه دطالب په نوم دجنګ حالت کې زخمې ونیول شي، لاسونونه اوپښي ترې پري کیږی قسم، قسم شکنجې ورکول کیږي چه اوس هم دپلچراخي او بګرام زندان کې په سل ګونه زندانیان دمرګ شپی صباء کوي، دولت صحت او روغتیا ته ژمن نه ده، دولت څخه هم بل مثل مقابل دبندیانو سره دښه سلوک غوښتنکي یو
الله دنرمی په هکله خپل کتاب کې خپل رسول ته داسې بیانوي. فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِك [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159] ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] دا د الله لوى رحمت دى چي ته ددې خلكو لپاره ډېر نرم خويه جوړ شوى یې، كه داسي نه واى او ته توند خويه اوسخت زړی وای ، نو دا ټول به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای.سبحان الله په نرمې کی څومره حکمت دي صحابه کرام رض په رسول الله څنګه راټول وه او پر هغه یې څنګه ځانونه فدا کول. په پورتنی مبارک ایات کی الله له رسول سره د صحابه کرامو د حب او درسول الله ص په شا او خوا دهغودراغوڼډیدلو سبب د رسول الله ص نرمې وګڼله،نو لهذا که نن هم زموږ مجاهدین له دولتي عسکرو او عامه وګړو سره هماغه چلند مختار کړي کوم چی رسول الله ص دصحاب کرامو سره کاوه نو زه زیرې درکوم چی هغه وخت به زموږ امارت دخلکو په زړونو کی وي الله ج په قرانکریم کی په ډیرو ځایونو کی خپل رسول ص ته په نرمي تاکید کوی حتی له کفارو سره یی هم دښه او نرم چلند توصیه کړي ده کله چی الله ج موسی ع فرعون ته دعوت دپاره لیږه نو موسی ع ته یی وفرمایل:[سُوۡرَةُ طٰه : 44]فَقُولَا لَهُۥ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُۥ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشٰى.
ژباړه: له هغه سره په نرمۍ خبري وکړئ، ښایي چي هغه نصحيت ومني يا ووېريږي.”له پورتني ایات کریمه څخه دنرمي او ښه چلند ارزښت په ډاګه ښکاري چی مسلمان باید له دي ارزښت څخه ځان برخمن کړي : [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 199]خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِينَ.
ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] د نرمۍ او تېرېدني لاره غوره کړه، د ښو چارو ښوونکې اوسه، او له ناپوهانو سره مه نښله. رسول الله ص یوازې پیغمبر نه بلکي داسلامې دولت مؤسس او مشرتابه هم و نو زموږ مجاهدین باید دخوږ نبي پر پلونو قدم کیږدی، همدا ددوې او دې خوار ملت دژغورلو ښه لار ده

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close