دطالبانو ورستي بریدونه خطرناک دي!

یاسر افغان!

طالبان هرکال په پسرلنۍ موسم کې نوې عملیات اعلانوي اوپه نوېو نومونو ېي نوموي چې دتیرکال عملیات ېي دمنصوري په نوم اعلان کړی وه اولاهم دوام لري اومقابل لوري ته خورا خطرناک ثابت شوې

داچې دمنصوري عملیاتو ورستي شېبی دی طالبانو خپلو حملو اوشپنېو چاپو ته زور ورکړی څو شپی وړاندې طالبانو دغزني ولایت دخوجه عمری په لسوالۍ امنیه قمنداني بیساري بریدونه وکړه او په ۲ ساعتیزه جګړه کې ېي ولسوالۍ امنیه قمندانۍ اورته ټول ملحقات ونیول او په هغه کومکی قطارونو ېي هم ځپونکی بریدونه اجراء کړل چې دولسوالۍ د ژغورني لپاره په لاره وه په یاده ولسوالۍ کې دطالبانو دویاند دذبیح الله مجاهد په وینا دامنیه قمندان په ګډون ټول ټال ۴۷ پولیس ووژل شول او ۲۳ تنه مړ ژواندي ټپیان شول اودولسوالۍ ټولي وسلې اومهمات دطالبانو لاس ته ولویدل یاد برید چې خورا زیات خونړې وه داشغالګرو لینګی ېي هم ولړزول اودغزني برید ته په اشاره ېي پري ګڼي تبصري وکړی
یوې وتلي امریکاېي ورځپاڼي نیویارک ټایمز لیکلي چې دطالبانو شپني چاپي اولیزرې بریدونه تربل هروخت خطرناک دي طالبانو لیزرې وسلې اوشپني دربینونه تر لاسه کړی اودافغان ځواکونو په لویو مراکزو شپني چاپي وهي اوبغیر له تلفاتو ټول میشت عسکر له منځه وړي او وسلې اومهمات ېي له ځانه سره وړي مونږ ویره لرو چې په امریکانو به هم ورته چاپي ووهي اوله مونږ به دتیرو چاپو غچ واخلي

پدې ورستيو کې طالبان هر وخت دګډو ځواکونو په لویو او وړو مراکزو شپنېو چاپو ته دوام ورکوی لسګونه عسکر وژني او وسلې ېي له ځانه سره وړي چې یوه بیلګه ېي دهرات شنډنډ لویه پوځې قرارګاه ده چې ورځ وړاندې دطالبانو دچاپي ښکار شوه او تر ۲۰ زیات عسکر ېي ووژل اوټول مهمات او وسائل ېي له ځان سره ویوړل داسې لسګونه بیلګی شته چې مقابل دښمن ته ېي پکې دسر اومال درانه زیانونه اړولي
دپوځې کارپوهانو په باور روان کال به تر بل هر وخت خطرناک وي ځکه دټرمپ دخونړې ستراتیژي زور اوبه شو له هر رنګ خونړېو بمبارونو نه ېي دریغ ونکړخو هیڅ لاس ته راوړنه ېي نه درلوده
ددې په ځای چې طالبان وځپي اوکمزوري شی لا نور هم قوی منظم اوپیاوړي شول اودخپل دښمن په سړه سینه کلکه مقابله کوی……

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close