دطلوع او یک تلویزون رسنیز رسالت نه بلکه جګړه ییزه تبلیغات يئ هدف ګرځولې

دامهال دافغانستان په مرکز او ولایاتو کې تر۳۲ زیاتې راډیوګانې او تلویزیونونه فعال دي چې په ځنې ولایا تو کې تردې شمیره زیاتې راډیوګاني په محلي سطحه  خپرونې لري خو په ځانګړي ډول په کابل مرکز کې یوشمیر تلویزیونونه چې په سیاسي تبصرو ، مرکو اوجنګي راپورونوکې زیاتې هلې ځلې کوي او افغانان ورباندې ه حساب کوې دګوتو په شېمر تلویزیونونه دي.

له بد مرغه دګوتو په یشمېر تلویزنونه چې اکثریت يې دبهرڅخه دخپلو اهدافو دسرته رسولو لپاره تمو بلیږي چې یو يې طلوع تلویزیون او په دویم قدم کې اوس د (یک)  په نامه بل تلویزیون دی چې دافغانانو دسپڅيلي کلتور او افغاني روایاتو پرخلاف يې خپرونې پیل کړیدي.

په افغانستان کې دکلونو کلونو جګړو له امله دتلویزیوني پرګرامونو مسلکې کسان نه لیدل کېږي په مسلکي پوهه سنبال کسان یا له هېواده بهر وتلي او یا چې دافغاني کلتور دسپکاوي دندي ترسره کوي یو شمېر غرب ځپلې فکري روحیه لرونکي کسان ورته ګمارل شوي چې په تمامه معنې داسلام او افغانیت خلاف په ګرامونه نشروي.

پدې تلویزیون (طلوع) څوځله دافغانستان یو شمیر فرهنګپالو اوعامو افغانانو اعتراضونه وکړل خو هغه وخت پردي نظر کلتوري چارواکو طلوع تلویزیون خپل مطبوعاتي رسالت ته متوجه نکړ .

دکندز دښار دنیولو لپاره چې طلوع او یک تلویزیون دراپورونو دلاس ته راوړلو او روانې وضعې دپوښښ لاندې رواستلو لپاره خپل نماینده ګان لېږلي ؤ دحقیقت پرخلاف راپورونه يې نشرکړل.

دې اسلام دښمنه او افغانیت ته دسپکاوي په نظر چينلونو نشرکړه چې ګواکې طالبانو دکندز دښار دنيولو پر مهال دنجونو په لیلیه کې پرنجونوتیری کړیدی حال دا چې خپله دکندز ښاریانو دا راپور د حقیقت نه لري او بې بنسټه راپورونونه وبلل او مخالفت يې وکړ وې ویل چې په هغه مهال دنجونو لیلیه  خالي او هیڅ څوک پکې نه لیدل کیدل .

مخکې لدې چې طالبان ددې دوه اسلام دښمنه چینلونو پرخلاف اعلامیه خپره کړي دکندز اولس يې پرخلاف غبرګون وښود او دايې خپله بې عفتي وبلله .

اوس چې طالبانو ددی دوه چینلونو به مقابل کې په خپله اعلامیه کې ویلې چې دتلویزونو مرکزونه او کارکوونکي به يې دنظامي هدف په څیروپژندل شي وايې دوی په حقیقت کې د خپلو کړنو محصول دي چې دی دواړو چینلونو مطبوعاتي رسالت ته بللکي دتبلغاتو لاره نیولې وه چې دطالبانو په مقابل کې يې پې بنسټه راپورونه خپاره کړل چاچې دکندز د اولس دحیا او عزت دساتلو لپاره ځانونه شهیدان کړل.

طالبانو دڅوارلسو کالو دجګړي په دوام تل دمطبوعاتې کار کوونکو اوټولو رسنیو درناوې کړیدی او دا لومړۍ ځل دی چې رسنئ پدې ډول تر سخت ګواښ لاندې نېول کېږي.

پدې راپورونوکې چې طلوع اویک تلویزیون موضوع  په کوم ډول نشرکړې یوازي طالبانو ته نه بلکه د ټولو افغانانو دغوسې سبب ګرځیدلي دي افغانان چې ترهر څه زیات په خپله حیا او ناموسی لومړی سرورکوي اوبیا دپردیو داهدافو دسرته رسوونکو رسنیو لخوا پدا ډول یاد کړل شي باید لکه څرنګه چې طالبانو په خپله اعلامیه کې یادونه کړیده دا ډول کړنه ورسره لازمي ده او باید ټول افغانان په څانګړي توګه دکندز په اړه دنشرشوو راپورونوچې دحقیقت نه لرې خپاره شوي دطالبانو اعلامي ته هر کلې ووايو.

 طالبانوچې په اعلامیه کې کومه یادونه کړیده فکرنه کوم په خپل دریځ کې نرموالې راولي هغه پدې چې طالبانو لکه څرنګه چې داسلام دمبارک دین دنفاذ لپاره جهاد پیل کړې دارنګه دافغان اولس دحیا او ناموس ساتلولپاره دسرونو قرباني ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close