دعاشورې دورځې اړينې مسئلې او مهمې پېښې

مفتي محمدالياس فاتح

عاشوراء چې دسترڅښتن دځانګړو رحمتونو او برکتونو د پنځونې ورځ ده ، دمحمدي سپېڅلي شريعت په زرين تاريخ کې دتعظيم او درناوي لوړ مقام لري.دنبوي حديثونو له مخې : ددې مبارکې ورځې روژه ديوه مخکيني کال ګناهونودبښنې لامل ګرځي (مسلم \٣\ ٥٧٨)

 اورسول اکرم صلی الله عليه وسلم به هرکال ددغې ورځې روژه نيوله او صحابه کرامو ته به يې هم دروژې نيولو ترغيب ورکاوه.  ديادونې ده چې دهمدغې ورځې روژه به يهوديانو هم دشکر ادا کولو په نيت نيوله چې الله تعالی موسی عليه السلام او قوم ته يې له فرعوني لښکر څخه نجات ورکړی و؛ نو ديهوديانو سره دمشابهت له منځه وړلو پراساس رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ددې ورځې سره د بلې تړلې ورځې روژې نيولو، پخپله ارزو او نوروته لارښوونه وکړه ،لکه ابن عباس ( رض ) چې وايي: کله چېرسول الله  صلى الله عليه وسلم د عاشورې د ورځې روژه ونيوله او نورو خلکو ته يې د دغه ورځې روژې نيولو حکم وکړ؛ نو صحابه وو  ورته وويل چې: اى دالله رسوله (صلى الله عليه وسلم)!  دا خو يوه داسې ورځ ده چې يهوديان او عيسويان يې احترام کوي نو رسول الله  صلى الله عليه وسلم  ورته وفرمايل :« که راتلونکي کال ته ژوندي وو_ انشاءالله _ د نهم تاريخ روژه به هم ونيسو .»(مسلم \٣\٥٣٦)

نوعاشوراء چې دخدايي پېرزوينې او برکت څخه ډکه ورځ ده ،بايد چې مسلمانان يې له شرعي آرونو(اصولو)سره سمه تېره کړو او له هغو بې ګټې کړنو او رسوماتو څخه چې له شريعت سره ټکر خوري په کله ډډه وکړو،ترڅو دثواب پرځای دعذاب وړ ونه ګرځو. دې ته په پام سره ځينې اړينې مسئلې چې ديني عالمانو او فقاوو مفصلې بيان کړي دلته يې په لنډ ډول راخلو:

۱): يواځې دعاشورې دورځې روژه نيول مکروه ده ،له دې سره د محرم الحرام نهمه اويا  يوولسمه ورځ روژه نيول اړين دي.

۲): دعاشورې په شپه او ورځ نفلي لمونځونه کول چې دا دعاشـورې لمونځونه دي ناروا دي.

۳): دعاشورې روژه ،درمضان تر فرضيت دمخه پرمسلمانانو فرض وه اما اوس يې استحباب پاتې دی.

۴): په دغه ورځ دثواب په نيت رانجه اســـتعمالول ناروا دي.  

۵): په دغه ورځ دحضرت حسين رض دشهادت له امله ،صدقه ورکول او يا قرآني ختمونه کول  ناروا دي.

۶): د عاشورې دورځې روژه او تعظيم دحضرت حسين رض دشهادت له امله نه، بلکې دموسی ع نجات او نورو پخوانيو اسلامي پېښو له امله ده

۷)په دغه ورځ ماتم ،خفګان اوهغه کار چې شيعه يې کوي دهغوی سره دورته والي له وجې ناروا دی.

۸): دحضرت حسين رض په نوم نذر او حلاله کول ناروا دي.

۹):داوبو سبیلونه لګول او شربتونه تقسیمول ناروا دي.

۱۰): په دغه ورځ  دحسين رض دشهادت ددستانونو له بيانولو څخه بايد ډډه وشي.

۱۱): دعاشورې په ورځ رخصتي او کار بندول ناورا دي .

۱۲): په دغه ورخ قبرونو ته تګ او هلته بيا پرقبرونو اوبه اچول ناروا دي.

ځېنې ساده او ناپوهه مسلمانان تېروتلي چې ګواکې دعاشوراء تعظيم او فضيلت له دې کبله دی چې  حضرت حسين رض پکې په ظالمانه توګه په شهادت رسيدلی؛خو دا خبره سمه  نه ده ځکه دا ورځ د رسول الله  صلى الله عليه وسلم  په دور کې مبارکه او غوره ګڼل شوې او په قرآن او حديث کې ددې ورځې دغوروالي يادونه شوې اما دحضرت حسين  رض د شهادت پيښه خو  له رسول اکرمصلى الله عليه وسلم تروفات نږدې شپېته کاله وروسته را منځته شوه .اصلا ددې ورځې درنښت دپخوانيو اسلامي او تاريخي پېښوله کبله رامنځته شوی چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

دعاشوراء دورځې ځانګړنې او مهيمې پېښې:

 ۱): دځمکو پيدايښت .

۲):داسمانونو پيدايښت.

۳): د غرونو پيدايښت.

۴): د ستورو پيدايښت.

۵): د لوح پيدايښت.

۶): دقلم پيدايښت.

۷): دجبرئيل او ملائکو پيدايښت.

۸): د براق پيدايښت.

۹): حورالعين پيدايښت.

۱۰): په مخلوق کې د رحمت تقسيم

   ۱۱): له اسمانه ځمکې ته په لومړي ځل د باران ورېدل.

۱۲): دالله تعالی بلاکيفه استوا پرعرش .

۱۳): دحضرت ادم عليه السلام پيدايښت.

۱۴): دحضرت ادم عليه السلام جنت ته داخليدل.

۱۵): دبې بي حوا پيدايښت.

۱۶): دادم عليه السلام او بې بي حوا د توبى قبليدل.

۱۷): د طوبى (ونه) شنه کېدل .

۱۸): د حضرت ادريس عليه السلام اسمان ته پورته کيدل.

۱۹): دحضرت نوح عليه السلام  پيدايښت.

۲۰): د حضرت نوح عليه السلام کشتۍ له غرقيدو بچکيدل.

۲۱): له(کوهي) څخه د حضرت يوسف عليه السلام راوتل.

۲۲): له بنديخانې څخه د حضرت يوسف عليه السلام رهايي.

۲۳): د بې بي زليخې توبه ايستل .

۲۴): د حضرت يوسف عليه السلام له زليخې سره نکاح کول.

۲۵): د حضرت يوسف عليه السلام د عزيز په نامه ملقب کېدل .

۲۶): د حضرت يوسف عليه السلام بيرته حضرت يعقوب عليه السلام ته راګرځيدل.

۲۷): دحضرت یعقــوب علیه الســلام د ســترګو نظر پوه کيدل

۲۸): د حضرت سليمان عليه السلام ته دپاچاهۍ ورکړه .

۲۹): حضرت سليمان عليه السلام ته بېرته پاچاهي په لاس ورتلل

۳۰): حضرت سليمان عليه السلام ته دنبوت مهر.

۳۱):د حضرت يونس عليه السلام پيدايښت.

۳۲):  د حضرت يونس عليه السلام د ماهي له نس (خيټې) څخه راوتل.

۳۳): د حضرت ابراهيم عليه السلام ته د خليل لقب.

۳۴): د نمرود له اور څخه دحضرت ابراهيم عليه السلام نجات.

۳۵): دحضرت ابراهيم عليه السلام په لاس د کعبې شريفې د بناء پېل.

۳۶): د حضرت موسى عليه السلام پيدايښت.

۳۷): حضرت ابراهيم عليه السلام ته دحضرت اسماعيل عليه السلام دقربانۍ حکم .

۳۸): د حضرت اسماعيل عليه السلام پيدايښت.

۳۹): دحضرت اسماعيل عليه السلام له ذبح څخه نجات .

۴۰): د حضرت إسماعيل (ع) د قربانۍ په بدل کې له جنت څخه(پسه)  راوړل 

۴۱): د حضرت موسى عليه السلام په درياب کې لويدل او بيا نجات.

۴۲): د حضرت موسى عليه السلام د حضرت شعيب عليه السلام له لور سره نکاح.

۳۴): د حضرت موسى عليه السلام د رسول په صفت ټاکل  کيدل.

۴۴): پر ساحرانود حضرت موسى عليه السلام غلبه

۴۵): د فرعون غرقيدل.

۴۶):  دغه ورځ په قرآن کريم کې  په (يوم الزينة)  سره ياديدل.

۴۷):  دالله تعالی له لورې ځمکې ته لومړنی رحمت رانازليدل.

۴۸): د قيس بن عباده رض دروایت له مخې په دغه ورځ دوحشي حيواناتوروژه.

۴۹): دحضرت ايوب عليه السلام له ربړونکې مريضۍ خلاصيدل.

۵۰: دحضرت اسحاق عليه السلام پيدايښت.

۵۱): د حضرت داؤد عليه السلام د توبې قبليدل.

۵۲): د حضرت عيسى عليه السلام پيدايښت.

۵۳): د حضرت عيسى عليه السلام اسمان ته پورته کيدل.

۵۴):د حضرت عيسى عليه السلام بيرته راتلل.

۵۵):د يوه روايت له مخې د محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم بختورپيدايښت.

۵۶):له بې بي خديجې رضى الله عنها سره د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم نکاح.

۵۷):د بې بي  فاطمې رضى الله عنها پيدايښت.

۵۸):د حضرت حسن رضى الله عنه پيدايښت.

۵۹):د حضرت حسين رضى الله عنه پيدايښت.

۶۰):همداراز دحضرت حسین رضی الله عنه شهادت.

۶۱):نزول د حضرت جبرئيل عليه السلام پر جناب محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم

۶۲): او  په همدغه ورځ دقيامت قايميدل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

  فتح القدير، للعلامه ابن الهمام الحنفي رح

بحر الرائق شرح كنز الدقائق، للعلامه ابن عابدين الحنفي رح

مجموع الفتاوي،  للعلامه ابن تيميه رح

 فتاوي رشیدیه، للعلامه رشيداحمد ګنګوهي رح

 اصلاح الرسوم، للعلامه  اشرف علی تهانوي د یو بندي رح
کفایت‌المفتي، للعلامه حفیظ‌الرحمان ديوبندي رح

 احسن الفتاوي، للعلامه مفتي رشیداحمد ديوبندي رح

امداد الفتاوي، للعلامه اشرف علي تھانوي رح

 غنية الطالبين، للشيخ للعلامه عبدالقادر الجيلاني رح

  تنبيه الغافلين، للعلامه أبوالليث الثمرقندي رح

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close