دعبرت کیسه دمرغۍ او دام ترمنځ مرکه

ژباړه: عاطف صاحبزاده

وایي یوې مرغۍ په خاوروکی دام ولیدلواوتری ویي پوښتل ته څوک يي؟
دام:زه دالله دمخلوقه یو مخلوق یم
مرغۍ:ولی په خاورو کی پروت یي؟
دام:دخاکسارۍ اوعاجزۍ له وجهي خاورو کی پروت یم
مرغۍ: دا ملا دی ولی چنګه اوکږه ده؟
دام: دا دالله تعالی له ویري کږه ده
مرغۍ: منځ دی ولی داسی کلک اومظبوط تړلې ؟
دام: دامی دخلکو دخدمت لپاره تړلی دی
مرغۍ: دا اوږد لرګی دڅه لپاره ؟
دام: داخو می امسا ده تکیه پری کوم
مرغۍ: دا دانې درسره دڅه لپاره پرتی دی؟
دام: داصدقه کومه
مرغۍ: ماته جائزدی چه دا داني ټولی کړم ؟
دام: که ضرورت ورته لری نو مهربانې وکړه
مرغۍ دانو ته نزدی شوه ترڅو داني راټولی کړی په دی وخت کی پری دام راخلاص شو اومرغۍ پکی کلکه ونښته له درده یي چغې وهلې اودخلاصي لار یي لټوله دام ورته وویل ته اوس دخلاصي هیڅ لاره نه مومي ووایه چه څه ویل غواړي مرغۍ وویل: ای الله زه پناه غواړم په تاسره له داسی شخصه چه هغه یي قول اوخبري وی اودغه یي عمل اوکړنه وه.
نوایا پوهیږۍ چه دام څه شی دی؟ دا دام فانی دنیاده هغه څوک پکی نښلي چه سترګي يي الله ړندې کړی وی اومرغۍ ما او تا یو ای انسانه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close