دعهدې واکدار باید په خپل ماتحت رحم ولري

دوهــــــــمه برخــــه

لیکــنه:شـــیخ زاده

ترتیب:حمزه حسیني

جامــعـه چـــې د بـریا او پرمخــتیا په لــور ګــړندي ګــامـونه اخــلـــــي دا هــلتــــــه کــیدای شــــــــي چـــــې؛ دمـــنصب څـښتن(امــیر،ولسـوال،مهتمم،مدرس،مدیر او معلم)له خپل رعیــت او ماتحــتو اشخــاصو سره د رحـم او شفـقت څخه مالمــال او ډک چـلند وکـړي تر څو یې په ټولنه مثبته اغیزه وشي او بریا لاس ته راوړي.

راځئ؛یوه شیبه د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم خادم ته غوږ شــو چـې د خـپل حبیب صلي الله علیه وسلم درحم په اړوند یـو مخـتصر حــدیث راته بـیانوي:قَالَ سَمِعْتُ اَنَسَ بْنِ مَالِکٍ رضي الله عنه یَقُوْلُ:جَاءَ شَیْخٌ یُرِیْدُ النَّبيَّ صلي الله علیه وسلم فَأَبْــطَأَ الْــقَوْمُ عَنْهُ اَنْ یُّوَسـِعُوْا لَهُ فَقَـالَ النَّبِيُّ صلي الله علیه وسلم لَيْـسَ مِنَّا مَــنْ لَّمْ یَـرْحــَمْ صَغِیْرَنَا وَلَمْ یُوَقِّرْ کَبِیْرَنَا فَلَیْسَ مِنَّا. رواه الترمذي.

ژباړه:خادم د نبي کریم صلي الله علیه وسلم فرمایي چې؛ یو زوړ سړی راغی او له نبي علیه السلام سره یې کار وو خـلقو سستـي وکــړه اوځـای یــې ورنــه کــړ نو نبـي علیـه السـلام وفرمایل چې؛هر هغه څوک چې؛ زموږ په ماشوم رحم وو نه کړي او د مشر مو عزت وو نه کړي نو زمونږ له ډلې څخه نه دی.

نو ګورئ چې؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم د دومره ستر ګواښ او وعيد یادونه کوي چې؛له خپل ټولي نه یې هم نه شمیر نو؛ له همدې له همدې ستر ګواښ نه په الهام سره په زغرده وېلای شو رحم په ما تحت یو مهم رول لری دجامعي په اصلاح کې.

او که رحم په ټولنه کې نه وي نو ټولنه له زوال او انزوا سره مخ کـیږي د خیر القرون زرین تاریخ ته وکتل سينو مونـږ ته عمــلاً خــورا زیــاتې درحــم رښــتونې نـمونې پرېـیښي دي:

عَــنْ اَبِيْ جَعـْفَرٍ انَّ اَبـَا اُسـَیْدٍ جَاءَ النَّبِيُّ صلي الله علیه وسلم بِسَبْيٍ مِنَ الْبَحْرَیْنِ فَنَظَرَ النَّبِيُ صلي الله علیه وسلم اِلي اِمْرَءَةٍ مِنْهُنَّ تَبْکِيْ فَقَالَ: مَاشَانُکَ؟ فَقَالَت:ْ بَاعَ اِبْنِيْ. فَقَالَ النَّبِيُّ صلي الله علیه وسلم لِاَبِيْ اُسَیْدٍ: اَ بِعْتَ اِبْنَهَا قَالَ: نَعَمْ قَالَ: فِیْمَنْ قَالَ فِيْ بَنِيْ عَبَسٍ:فَقَالَ النَّبِيُّ صلي الله علیه وآله وسلم اِرْکَبْ اَنْتَ بِنَفْسِکَ فَأْتِ بِهَـــا رواه ابن ابي شیبة.

ژباړه:ابو اُسید رضي الله عنه له بحرین څخه وينځې راوستې رسـول الله صلي الله علیه وسلـم ته نو نبــي کریــم صلي الله علیه وسلم یوه ښځه وليدله چې؛ژړل یې رسول الله صلي الله علیه وســلم ورنه پوښـــتجحنه وکړه چـې؛ ولې ژاړې؟ هغې ورته وویـل زما ځـــوی یې خــرڅ کــــړی ده نــو نــبي علیه السلام ســمدستي ابو اُســید رضي الله عنه را ووغوښت او ورته یې وویل: هغه ددې ځــوی دې خرڅ کړی؟ ابو اسید ورتـــه وویل چې؛ هو نو نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې؛ په چا دې خرڅ کړی؟ ابو اسید رضي الله عنه ورته وویل چې؛ په بني عبس باندې. نو نبي اکرم صلي الله علیه وآله وسلم ورته وویل خپله لاړ شه او بیرته یې راوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close