دغزني دمرکزي زندان د ماتولو په وياړ: فاتح

نور به د عصر د ظلمونو سلسلې ماتیږي
د مظلومانو له لاسو به زولنې ماتیږي
مدام به نه وي دجابرو دوحشت تاريکۍ
دعدالت په سپين سهار به تورې شپې ماتیږي
دانه دانه به کړي زنځير د صليبي استعمار
د غزا ډول ته مست زلمي دي، له جذبې ماتیږي
د کونډو بورو له آهونو به ايټم جوړېږي
تور جلادان به مردارېږي غرغرې ماتیږي
د استقلال بهار راځي په جل وهلي وطن
پرې به خوښۍ لکه باران کږې وږې ماتیږي
زمونږ عزمونه وسپنيز دي په تقدير باور کړو
ځکه مو وړاندې غرونه غرونه حوصلې ماتیږي
مسلمانان وروڼه او خويندې به هرځای رها شي
طالب فاتح شو د کافرو جيلخانې ماتیږي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close