دغه نسخه مو ځيګر پاکوي او له ناروغيو يې ژغوري

کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

که غواړئ چې د ځيګر له ناروغيو خلاص شئ او يا هغه زهرجن مواد لرې کړئ، چې ځيګر مو يې نيولی دی، نو له لاندې نسخې کار واخلئ.

ترکيب:

د ۳ ليترو اوبو لپاره يو لوښی

۷۰۰ ګرام جغندر (لبلبو)

دوه کاشوغې وړه

۲۰۰ ګرامه بوره

۱۰۰ ګرامه مميز

د جوړولو طريقه:

جغندر ښه ووينځئ، بيا يې ووړ کړئ او په لوښي کې يې واچوئ، بيا مميز وړه او بوره ورواچوئ، اوس لوښي کې تودې اوبه واچوئ او ښه يې حل کړئ.

بيا لوښی په داسې يوه ټوکر پټ کړئ، چې هوا په اسانۍ ورننوځي.

له دې وروسته دغه لوښی د ۷ ورځو لپاره په يوه ګرم ځای کې کښېږدئ، که غواړئ د ورځې يې دوه واره ښه حل کولای شئ، په اوومه ورځ لوښی خلاص کړئ، او هره ورځ له درې وخته خوراک وړاندې له ۳ تر۴ کاشوغې وخورئ.

پاتې مشروب په يخچال کې کښېږدئ او پوره درې مياشتې باد بيا همدا نسخه وخورئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close