دغور ولایتي شورا: طالبان په نشت حساب وسلو له موږ څخه قوي دي

قادري د جمهور خبري اژانس ته وویل “ طالب په ماته ګوډه توپانچه داسې کار کوي، چې زموږ امنیتي ځواکونه یې په ټانګ رینجر او پرمختللو وسلو نه شي کولای“

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۴ فرید افغان)

د غور د ولایتي شورا غړي وایي چې د دې ولایت وضعیت د طالبانو په نفع مخته روان دی او که دا لړۍ همداسې  دوام وکړي، د ولایت د سقوط خطر هم ده.
ددې ولایت د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري رسنیو ته ویلي؛ طالبان تر ټولو د ټیټې کچې وسلې او مهمات لري او په وینا یې چې ټولې زړې او له کاره لویدلې وسلې د دوی په لاس کې دي، خو بیا هم زموږ امنیتي ځواکونه چې دټانګ او توپ په څیر پرمختللې وسلې لري، ورځ تر بلې میدانونه پریږدي.

قادري وایي؛ د غور په هغو سیمو کې هم چې د طالبانو سره سخت مخالفت لري، طالبان فعال دي او لا هم زموږ قوي پرسونل او ځواکونه په دې نه دي توانیدلي چې طالبانو ته پهدخپلو مستحکمو سنګرونو کې ماتې ورکړي.

قادري د جمهور خبري اژانس ته وویل “ طالب په ماته ګوډه توپانچه داسې کار کوي، چې زموږ امنیتي ځواکونه یې په ټانګ رینجر او پرمختللو وسلو نه شي کولای“

نوموړی وایي؛ راتلونکی کال د وضعیت د بهبود لپاره چندان امید نه لري ځکه طالبان په قوي دریځ کې قرار لري.

دغور والي عبدالحی خطیبي بیا وایي چې په ژمي کې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې ساحو باندې ځکه قوي عملیات و نه شوای کړی، چې د دې ولایت په غرنیزو دښتو میرو کې د سختې یخنۍ له کبله د ځواکونو د تلف خطر و.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال امنیتي ځواکونو د دې ولایت په غلمین سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات وکړل چې د دولتي چارواکو په وینا، له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیدل.
د غور د احتمالي سقوط اوازې داسې مهال مخ پر زیاتیدو دي، چې چارواکو د بادغیس، فاریاب، او فراه ولایتونو د احتمالي سقوط په هکله هم خبرداری ورکړی دی.

دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۴ فرید افغان)

د غور د ولایتي شورا غړي وایي چې د دې ولایت وضعیت د طالبانو په نفع مخته روان دی او که دالړۍ دوام وکړي، د ولایت د سقوط خطر هم ده.
ددې ولایت د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري رسنیو ته ویلي؛ طالبان تر ټولو د ټیټې کچې وسلې او مهمات لري او په وینا یې چې ټولې زړې او له کاره لویدلې وسلې د دوی په لاس کې دي، خو بیا هم زموږ امنیتي ځواکونه چې دټانګ او توپ په څیر پرمختللې وسلې لري، ورځ تر بلې میدانونه پریږدي.

قادري وایي؛ د غور په هغو سیمو کې هم چې د طالبانو سره سخت مخالفت لري، طالبان فعال دي او لا هم زموږ قوي پرسونل او ځواکونه په دې نه دي توانیدلي چې طالبانو ته پهدخپلو مستحکمو سنګرونو کې ماتې ورکړي.

قادري د جمهور خبري اژانس ته وویل “ طالب په ماته ګوډه توپانچه داسې کار کوي، چې زموږ امنیتي ځواکونه یې په ټانګ رینجر او پرمختللو وسلو نه شي کولای“

نوموړی وایي؛ راتلونکی کال د وضعیت د بهبود لپاره چندان امید نه لري ځکه طالبان په قوي دریځ کې قرار لري.

دغور والي عبدالحی خطیبي بیا وایي چې په ژمي کې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې ساحو باندې ځکه قوي عملیات و نه شوای کړی، چې د دې ولایت په غرنیزو دښتو میرو کې د سختې یخنۍ له کبله د ځواکونو د تلف خطر و.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال امنیتي ځواکونو د دې ولایت په غلمین سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات وکړل چې د دولتي چارواکو په وینا، له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیدل.
د غور د احتمالي سقوط اوازې داسې مهال مخ پر زیاتیدو دي، چې چارواکو د بادغیس، فاریاب، او فراه ولایتونو د احتمالي سقوط په هکله هم خبرداری ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close