دفاع وزارت ته وړ نوماند معرفي کول د دوه ډاکټرانو ترمنځ لویه ستونزه

کابل ټکی کام ـــــ د مبصر په قلم ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۴

لکه څرنګه چې په تېرو لسو میاشتو کې وزارتونو ته وړ نوماندانو باندې تراوسه د دوه ډاکټرانو عبدالله او اشرف غني ترمنځ اختلافات یوه لویه ستونزه ده، اوس افغان دولت د دفاع وزارت د وزیر په نشتوالي د یوې داسې ستونزې سره مخ دی چې ورځ تربلې جګړه له کنترولو  ووځي. او بې وزیره دفاع وزارت یې د مهارولو توان نلري چې په شمال کې د طالب وسلوالو یو د بل پسې د ولسوالیو نیول او په ختیځ کې د داعش ډلې په نامه ډرامه شروع کېدل یې ښه ثبوت کېدای شي.

 که څه هم افغان دولتي رسنی د دفاع وزارت لپاره د دواړو ډاکټرانو ترمنځ د یو وړ نوماند د هلو ځلو خبر  ورکوي خو ګرانه ده چې په لنډه موده کې یې نظرونه سره یو شي .

د حکومت جوړونې په لومړي سر کې چې اجرائيه رئيس د انتخاباتو په نامه مخالفتونه کول لوی غرض وزارتونو  ته د خپلې خوښې کسان معرفي کول ؤ ، اوس هم عبدالله په همغه دریځ ولاړ دی چې دفاع وزارت ته به د خپلې خوښې یو شخص د وړ نوماند په نامه معرفي کوي، که څه هم دې وزارت ته معرفي کول د غني حق دی، چې دا ډول اقدام به اشرف غني ته ډېر  ګران تمام شي.

تراوسه دا نده څرګنده چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله دفاع وزارت ته د کومو وړ کسانو پر سر خبرې کړیدي ځکه خو د دولتي رسنیو د لسو میاشتو په اوږدو کې د دواړو د نظرونو دیو والي وړاندوینې حساب نشي کېدای.

د یوې خوا په هېواد کې دفاع وزارت ته د دوه نوماندانو  شېر محمد کریمي او  معصوم ستانکزي پر سر اختلافاتو نور اختلافات زېږولي او هېواد وال یې د دفاع سر پرست وزارت څخه نه دي خلاص کړي چې نا امني د یوې ورځې څخه بلې ته زیاتیږي. په لنډه موده کې به څرنګه په یو وړ نوماند سره رضایتي وښودل شي، او که وړ نوماند معرفي شي نو دا به د اشرف غني لپاره قبول نه وي خو له مجبوریته به ورته د «هو کړې» سر  وخوزوي چې له وجې به یې داسې نورې ستونزې وزیږي چې په هېواد کې بدامني به یې د یوې اوږدې مودې لپاره په ذمه شي. او هېوادوال به یو ځل بیا د سختو  مشکلاتو پړاوونه ووهي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close