دفاع وزارت: تيره مياشت له پنځه سوه زيات ملي اردو عسکر وژل شوي دي

خو د نيويارک ټايمز موندنې ښيي چې يواځې تيره اوونۍ څلور سوه د اردو عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، يواځې په تيره يوه مياشت کې له پنځه سوه څخه زيات دولتي عسکر وژل شوي او له اووه سوه زيات نور ټپيان دي.

د دفاع وزير طارق شاه بهرامي دغه څرګندونې تيره ورځ د مشرانو جرګې په استیضاحيه غونډه کې وکړې زياته يې کړه “تيره مياشت د ملي اردو (پنځه سوه ديارلس) عسکر وژل شوي، دغه راز (اووه سوه اتلس) ټپيان شوي او (دري څلوېښت) نور بنديان شوي دي.

نوموړي يواځې د ملي اردو سرتيرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل او هغه چې پوليس، اربکيان او ځانګړي ځواکونه چې په جګړو کې وژل شوي د هغوی په اړه يې څه ونه ويل.

بهرامي وويل، د وروستيو مياشتو په پرتله تيره مياشت افغان پوځ ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله اوښتې چې د اندېښنې وړ ده.

دغې غونډې ته د کورنيو چارو، دفاع وزيران او د ملي امنيت رئيس هم ورغوښتل شوی و چې د کورنيو چارو وزير ويس برمک وويل هره ورځ د طالبانو سره په جګړو کې (دېرش) عسکر وژل کېږي.

که څه هم دغه مسوولينو د مخالفينو د مرګ ژوبلې شمیر د دولتي ځواکونو په پرتله درې څلور برابره زيات ښيي خو تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ له امريکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په يوه راپور کې وويل چې امریکا او افغان حکومت په جګړو کې د وژل کېدونکو دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې سهي شمېرې پټوي.

نيويارک ټايمز ويلي، د ۲۰۱۶م کال په جګړو کې هره ورځ د وژل کېدونکو عسکرو شمير (شپږويشت ) تنه ښودل کېده خو دا شميره ځکه د باور وړ نه ده چې جګړې زياتې شوي او په وروستيو مياشتو کې هره ورځ (شپږپنځوس) تنه د اردو عسکر وژل شوي زياتوي يواځې تيره اوونۍ (څلور سوه) عسکر وژل شوي دي.

د شنونکو په باور، د امنيت په برخه کې د مشرتابه کمزوري مديريت، د عسکرو د تلفاتو ډيروالي، او د جګړو د شدت له امله خلک زړه نه ښه کوي چې د دولتي ځواکونو په ليکو کې دندې وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close