دفاع وزارت دجګړیزې پالیسي جوړولو لپاره بل ځوان په دنده وګماره

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۵)

د ملي دفاع وزارت وایي ، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پالیسی او استراتیژی په چارو کی د ملي دفاع وزارت مرستیال، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي لخوا معرفی شو.

خبرپاڼه زیاتوي، د جمهوري ریاست د مقام د حکم پر اساس عبدالحی رؤف، د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د خبرپاڼې ترمخه، د یاد پوسټ چارې یوځل بیا یوه ځوان ته ورسپارل شوې، چې د یاد وزارت له خوا به دجګړیزو عملیاتو، بمباریو او بریدونو لپاره پالیسي او تګلاره جوړوي.
تر دې وړاندې هم پر یاده دنده د کشر عمر یوځوان ګمارل شوی و، چې له څوکلنې دندې وروسته د خپلو نیمه زدکړو د بشپړلو لپاره بیرته بریتانیا ته ستون شو.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر وویل، په اوسنیو شرایطو کې، د پالیسي جوړولو په برخه کې مرستیال په توګه دښاغلي رؤف ټاکل کیدل پر ځای ګام دی او هغه یې د دې پوسټ لپاره وړ شخص یاد کړ.

د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت نوي مرستیال په خپله وینا کې وویل، چې د ملي اردو د څلور کلن پلان د تطبیق او په دې برخه کې د یولړ اصلاحاتو راوستل یې په کاري لومړیتوبونو کې دي .
دفاع وزارت نه دي ویلي، چې د پالیسي جوړونې نوی مرستیال مشر کومې پوځي زدکړې لري او که په انتسابي توګه دې پوسټ ته انتخاب شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close