دفاع وزارت د اوباما د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ

د کابل ټکی کام ۲۳غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ملي دفاع وزارت د اوباما د وروستۍ پرېکړې چې په افغانستان کې به خپلو پوځیانو ته د طالبانو په نښه کولو لپاره د بمبارد اجازه ورکړي، هرکلی وکړ.
د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې امریکایان دې پر هغو ځایونو بمبارد وکړي، چې «ترهګر» پکې روزل کیږي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل، چې مونږ له ډېره وخته له امریکایانو څخه غوښتنه کوو، چې د «ترهګرو» اصلي پتنځایونه په نښه کړي، ځکه د همدې پدیدې د له منځه وړلو همدا یوه لاره ده.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ته نږدې یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته وویل، چې اوباما په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د بمبارد اجازه ورکوي.
د سیاسي چارو کارپوهانو ویلي دي، چې د اوباما دا ګام په افغانستان کې د جګړې د دوام په معنا دی.
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close