دفاع وزارت: د جلال اباد ښار د امنيت ساتنې مسئولیت پوليسو سره دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)

وروسته له هغې چې د ننګرهار ولايټ په جلال اباد ښار کې څو پرلپسې ډله ييز بريدونه ترسره شول، امنيتي مسوولينو پريکړه وکړه چې د ښار امنيت له پوليسو څخه ملي اردو ځواکونو ته انتقال کړي.

که څه هم چارواکو د دغه ولايت پوليس په خپلو دندو کې په ناغيړۍ تورن کړي و او له هغوی څخه يې ملي اردو ځواکونو ته د امنيت سپارلو راپور ورکړ خو تازه د افغانستان دفاع وزارت ويلي چې د جلال ابادښار د امنيت ساتنې مسئوليت اوس هم د پوليسو په غاړه او هغوی پورې مربوط دی خو زياتوي ملي اردو ځواکونه به له هغوی څخه ملاتړ او په ښار کې د پوليسو مرسته کوي.

د دفاع وزارت په وينا، په جلال اباد ښار کې د پوليسو رول ښه دی او د اردو ځواکونه به د هغوی د لا ملاتړ په موخه ورسره همکار وي.

په عين حال کې د ننګرهار ولايت د مقام څخه په يوه بیان کې ويل شوي چې په دغه ښار کې ملي اردو ځواکونو د ښار څلور خواوو کې دروازو کې ځای پرځای شوي او په يو شمير ځايونو کې يې د موټرو د تګ راتګ پلټنې هم پيل کړي دي.

وړمه ورځ د ننګرهار ښار د مهاجرينو په رياست بريد کې ديرش کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close