دفاع وزارت: د ځواکونو جلب او جذب کم او تلفات خورا زیات شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)

د دفاع وزارت په یوه نوي راپور کې پخلی کړی چې د ځواکونو جلب او جذب یې په بیسارې توګه کم شوی دی او د جګړو په ډګرونو کې د سرتیرو تلفات خورا لوړې کچې ته رسیدلي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد رادمنش د جلب او جذب د کمزوري لامل د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونې بولي او زیاتوي چې د سرتیرو د مرګ ژوبلې په تړاو د دغه  د دولتي چارواکو وروستۍ معترفانه څرګندونو د نویو سرتیرو د جلبولو پروسه ټکنۍ کړې.
نوموړی دغه راز وایي چې د سرتیرو د تلفاتو د کمبود په خاطر یې نوې ستراتیژي هم جوړه کړې ده.
رادمنش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال تر ۲۸ زرو ډیر د ملي اردو او پولیسو ځواکونه وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د روانې نومبر میاشتې له نهمې تر پنځلسمې نیټې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close