دفاع وزارت: د چورلکو سقوط راته بېساری زیان رسوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۴)

د دفاع وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، د مخالفینو له خوا د چورلکو سقوط ورته په خورا لوړه بیه تمامیږي او دې چارې سخت اندیښمن کړي.
آریانانیوز د حکومتي چارواکو له قوله ویلي، په تیرو څوکلنو کې ۹ چورلکې په بیلابیلو ولایاتو کې را پرزول شوې،چې حکومت ته یې بیساری مالي زیان اړولی دی.

چارواکي وایي، د چورلکو د سقوط یو لوی لامل دادی چې د هغوی ښه نظارت او ساتنه نه کیږي، چې زیاتره وخت چورلکې په وزرونو او ماشینونو کې د جدي ستونزې له امله سقوط کوي.
دفاع وزارت وایي، هوایي ځواک یې تر ټولو قوي حربه ده چې مخالفین یې نه لري خو په وینا یې چې د ملي وحدت د حکومت په څلورکلنه دور کې یې په کابل، فراه، هرات، بادغیس، غزني، کندز او فاریاب ۹ مهمو چورلکو سقوط کړی چې ډیری یې د وسلوالو طالبانو په حملو کې لویدلې.

دفاع وزارت داسې مهال د چورلکو پر سقوط اندیښنه ښکاره کوي چې تیره شپه هم د فراه ولایت خاکسفید ولسوالۍ اړوند د رنج په سیمه کې یوه نظامي چورلکه د طالبانو له لوري په ډزو وویشتل شوه او را نسکوره شوه.
په دغه ویشتل شوې الوتکه کې د ځانګړو عملیاتو د ګارنېزون د قومندان ډګر جنرال (توریالي فراهي) په شمول څلور تنه افسران ووژل شول .
د یادونې وړ ده چې امریکا ژمنه کړې چې افغانستان ته به د بلک هاک لسګونه الوتکې ورکوي، څو د وسلوالو پرضد مؤثر عملیات سرته ورسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close