دفاع وزارت: شپنۍ چاپې دوه برابره زیاتې شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

د ملي دفاع وزارت وایي، چې په پام کې لري شپني عملیات نور هم پراخ کړي او ټولې هغه وسلوال طالبان وځپي چې د حکومت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، په وروستیو میاشتو کې ۲۷ طالب قومندانان او نهه داعشیان وژل شوي او تر څنګ یې د لښکر طیبه او نورو جګړه مارو ډلو ۲۴ افراد هم په نښه شوي.
رادمنش وایي، شپني عملیات دوه برابره زیات شوي او دا لړۍ به نوره هم وغځول شي.
نوموړي زیاته کړه؛ قاطع ملاتړ ورسره ژمنه کړې چې، په ټول توان به هڅه کوي چې د طالبانو پټنځایونه هدف وګرځوي او ترڅنګ یې دا ډله له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت ته مجبوره کړي.
ملي دفاع وزارت وایي؛ د ملکي تلفاتو موضوع ورته اهمیت لري او دوی هم هڅه کوي ترڅو یې مخنیوی وکړي.
د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، امریکایي او افغان ځواکونه په بشپړه بې احتیاطۍ ملکي اهداف په نښه کوي.
امرخیل زیاتوي، حکومت رسنیو ته په ورکړل شویو سانسور مالوماتو کې ولسي مرګ ژوبله هم توجیه کوي او پر طالبانو یې تاوانوي .
نوموړی وایي؛ بشپړ اطلاعات اړین دي، پرته له دې شپني عملیات هم پوځیانو ته خطر لري او هم ملکي وګړیو ته.

د ملي دفاع وزارت داسې مهال د شپنیو عملیاتو له زیاتوالي خبر ورکړي چې په وروستیو ورځو کې د ګډوځواکونو په عملیاتو کې په کندوز، ننګرهار، اروزګان، فراه، پکتیا او خوست کې تر سلو ډیر ولسي افغانان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close