دفاع وزارت: قيصاري کومانډو ځواکونو نه دی نيولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۷) د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د فارياب د قيصار ولسوالۍ امنيه قومندان او په شمال کې د دوستم استازی نظام الدين قيصاري د کومانډو ځواکونو له لوري نه دی نيول شو.

د دفاع وزارت سرپرست د وياند سرپرست رادمنش ويلي، قيصاري د فارياب ولايت د پوځي شورا له لوري نيول شوی او يواځې د دفاع وزارت په چورلکو کې کابل ته رالېږدول شوی دی.

خو د ولسمشر د تبعيد شوي لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د دفتر رئس بابر فرهمند د دفاع وزارت يادې څرګندونې رد کړي وايي، د قيصاري د نيولو خبر په لومړي ځل د ۲۰۹شاهين قول اردو خپور کړ نو ځکه په پېښه کې د ځانګړي ځواکونه ښکېل بلل کېږي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په شمال کې د دوستم استازی زورواکی قومندان نظام الدين قيصاري د حکومتي ځواکونو له لوري ونيول شو چې په غبرګون کې يې د جنبش پلويانو د هغه د خوشې کولو او هېواد ته د دوستم د راتګ په پلوۍ لاريونونه پيل کړل او لا هم دوام لري.

تېره ورځ په جنبشيانو په سرپل کې يو شمير دولتي ادارې وتړلې، په تخار کې يې د وسله وال پاڅون ګواښ وکړ او ويې ويل که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي د جوزجان ټولو دولتو ادارو ته به اور ورکړي.

د قيصاري ملاتړ کوونکو د لاريونونو په لومړيو کې د فارياب ولايت مقام او هلته ولاړ دولتي وسایط يې هم سوځولي و، او درې سوداګريز بندرونه يې لا هم تړلي چې د سوداګرۍ خونې په وينا له کبله يې هره ورځ سوداګرو ته لکونه ډالره زيان اوړي.

د شنونکو په باور د قيصاري له نيول کېدو وروسته حکومت په شمال کې په شپږو ولايتونو بشپړ حاکميت له لاسه ورکړی او د اعتراض په نوم د جنبشيانو د وروانوونکو کړنو په مخنيوي کې پاتې راغلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close