دفاع وزارت لرې پرتې سيمې چا ته پريږدي؟

د فاع وزارت ته سپينې ماڼۍ امر کړی دى چې په هېواد کې دې په  لرو پرتو سيموکې له پوستو څخه  امنيتي پوليس راوکاږي او سيمې دې پريږدي، د همدې امر په اساس دفاع وزارت ويلي چې موږ په دې پروسه کار پېل کړی دی او غواړو له لرو پرتو سيمو څخه په دې نامه چې پوليس مو په لرو پرتو سيمو کې د طالب وسله والو له بريدونو خوندي پاتې شي، خپل پوليس به د ولاياتو له لرو پرتو سيمو څخه ښاري سيمو ته را وباسو.

تر اوسه پورې دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو په ولاياتوکې د هغو لرو پرتو سيمو چې د مخه ترې طالب وسله والو نيولې او د ملګرو ملتونو د بيلابيلو بنسټونو لخوا یې د هېواد  ٤٠ سلنې د طالبانو په لاس کې راپورونه ورکول کيدل، دواړو يادو وزارتونو به د لاسه ورکړو سيمو د بيا نيولو لپاره په عملياتو ټينګار کاوه، خو د  سپينې ماڼۍ د امر سره سم دفاع وزارت اعلان کړه چې په لرو پرتو سيمو پوستو کې ځای پرځای شوي پوليس د اوس وخت لپاره اړين نه دي، په دې هيله چې د مهمو او ستراتیژیکو سیمو پر امنیت تمرکز ډېر شي بايد را وایستل شي  .

که دا راپورونه حقيقت ولري چې د امريکا جمهور رئيس ټرمپ له افغان حکومته غوښتي دي چې د خپلې پاليسۍ له مخې په ولاياتو کې له لرو پرتو سيمو پوستو څخه خپل پوليس راوباسي؛ نو بيا دا پوښتنه هم اړينه ده چې تر اوسه پورې د ملي پوځ او پوليسو غښتلي کول او د پوليسو په مټ د هېواد د امن ډاډ د څه لپاره ورکول کيده؟ چې اوس له لرو پرتو سيمو څخه د هغوی د مرګ ژوبلې د کمښت په خاطر له پوستو پوليس راباسي.

دا به ومنو چې امريکا په افغانستان کې خپله پاليسي عملي کوي، خو اوس دې ته هم غور په کار دی چې دفاع وزارت لرې پرتې سيمې چا ته پريږدي؟ ٤٠ سلنه خاوره خو ترې طالبانو نيولې، نوره هم طالبانو ته پريږدي او که د طالبانو سره د اوږد مهاله اوربند په موافقه لومړی لرې پرتې  سيمې او بيا د ولاياتو مرکزونه نورو جګړه مارو (داعش) ته سپاري؟

که د عراق په څير پاليسي امريکا په افغانستان کې عملي کوي، بيا خو د افغان حکومت، طالبانو او افغان ولس درې واړو لورو خير نشته، بيا خو اوږد مهاله اوربند هيڅ ګټه نه لري، بيا خو به د اوږد مهال اوربند وروسته اوږد مهاله بله جګړه پیل شي، چې نه به یې طالب وسله وال، نه ولس او نه حکومت مهارولاى شي، بلکې د ولاياتو زندانونه به له يادو درې واړو خواو له مرګ پاتو څخه ډک شي. طالب ولس دى او بايد طالب ځان له ولسه بېل نه کړي، هغه څه چې داعش یې کوي، ولس یې ورسره د اسلامي او افغاني کلتور له مخې نه مني؛ ځکه بايد طالب په دې برخه کې محطاط واوسي.

په تيرو ١٧ کالو کې په لرو پرتوسيمو کې د پوليسو ميشتېدنه اړينه وه، د يوې خوا د طالبانو او د بلې خوا د امريکايي او ناټو هوايي بمبار لاندې یې ژوند تيراوه، اوس یې څرنګه را ایستل اړين وبلل شول؟

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي له لېرې پرتو سیمو د امنیتي ځواکونو د پوستو ختمول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ یوه نا اعلان شوې برخه ده، بيا خو دا څرګنده شوه چې ټرمپ هم د سي آى اې د پاليسۍ له مخې په افغانستان کې د عراق نقشه عملي کوي او دا یې د پاليسۍ برخه ده.

افغان لاس په نامه چارواکي له لرو سيمو د پوستو څخه د پوليسو د را ایستلو دا پلمه کوي چې امنيتي ځواکونه به د وسله والو له بريدونو خلاص کړل شي او امنیتي تدابیر به د کابل په ګډون پر لویو ښارونو څرخیږي، خو چې وروسته به له لرو پرتو سيمو څخه د پوليسو له را ایستنې څه پيښيږي او افغان ولس به په کوم برخليک اخته کيږي؟ ترې ناخبره دي.

دا لا نده څرګنده چې دفاع وزارت د سپينې ماڼۍ په وينا لرې پرتې سيمې چا ته پريږدي؟ خپلواکه، طالبانو او که داعش ته. که یې خپلواکه پريږدي، د لرو پرتو سيمو اوسيدونکي به خپلې ټولې ستونزې د پښتني اوځايي دود کلتور له مخې په جرګو حل کوي، که یې طالبانو ته پريږدي، د ژوند ټولې چارې به یې د شريعت مطابق روانې وي او که یې د سپينې ماڼۍ او ټرمپ د پاليسۍ په اساس ورک لوري (داعش) ته پريږدي، بيا دې طالبان، حکومت او ولس په ياد ولري چې هغه څه به د جګړو پرمهال او د غنيمت په نامه داعش د حکومت، طالب ( ولس) سره وکړي، چې د اسلام او افغاني کلتور دواړو سره به سمون نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close