دفاع وزارت له امريکا څخه طالبانو ته وسلې غواړي!

کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴

تبصره: مبصر

تېره اونۍ د دفاع په وزارت کې د هېواد په يو شمېر ولایاتو کې مخ په زياتېدونکو ناامنيو په اړه غونډه وشوه، چې پکې د دفاع وزارت د يو شمېر مسؤولينو علاوه امنيتي چارواکو هم برخه درلوده، په غونډه کې په دې ټينګار وشو، چې د بهرنيانو له وتلو وروسته افغان پوځ بايد په بشپړه توګه د ولاياتو امنيت وساتي.

د کورنيو چارو وزارت د غونډې په پای کې په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې د هوايي قواوو تر څنګ د کشف او نورو وسلو او تجهيزاتو مرستې ورسره وکړي، که د دفاع وزارت او اوونيزو رپورونو او ادعاوو ته وکتل شي، په افغانستان کې خو امن ټينګ او هيڅ راز مقاومت نشته، ځکه هره اونۍ د دوه يا درې سوو وسلوالو د نيولو، وژلو او ژوبلولو راپورونه ورکوي، حال دا چې ورځ په ورځ پر افغان دولتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو پرله پسې بريدونه زياتېږي.

هغه دوستم چې د فارياب په ولایت کې د ننګرهار د امن په اړه وغوړمبېده، د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې يې د عملياتو ډاډ ولس ته ورکړ، ټول زور يې په فارياب کې اوبه او په تېښته يې پنځه زره کسيز پوځ له فاريابه وتښتېد.

د دفاع وزارت هره اوونۍ د وسلوالو طالبانو په اړه د نيولو، وژلو او ژوبلولو راپورونه ورکوي، خو په دې بيا سترګې پټوي، چې هره اونۍ څومره عسکر له پوستو او نظامي قرارګاوو تښتي، د نن ورځې راپور څرګندوي، چې د کجکي د برېښنا له بنده د نا امنيو د زياتوالي له امله عسکر او انجينرانو تښتي او څه يې د وسلوالو طالبانو او احتمالي بريدونو له امله تښتېدلي دي، د کجکي ولسوالۍ د برېښنا بند ته څېرمه پوستو څخه عسکر تښتېدلي او پوستې دا مهال د طالبانو په لاس کې دي او هم د کجکي ولسوالۍ زياته برخه سيمه د طالبانو د کنټرول لاندې ده، چې له پوستو څخه ټول عسکر تښتېدلي دي.

د امريکا د استخباراتو او څار ادارې قومندان مسؤول چې تېره ورځ په افغانستان کې د امريکا لخوا ځانګړي استازي قومندان کمبل ته يو ليک استولی وو، په هغه کې کمبل ته ليکل شوي و، افغانستان ته د امريکا لخوا په زياته اندازه وسلې او پوځي تجهيزات ورکړل شول، چې څه يې پر مخالفو وسلوالو په مرموزه توګه وپلورل شول، او يو شمېر هغه ځوانان چې په پوځ کې د درې يا څلورو مياشتو پورې د پاتې کېدو وروسته تښتي. له ځانونو سره وسلې هم وړي، او طالبانو ته يې تسليموي.

د افغانستان څخه د تېرې ورځې په ورکړل شوي راپور کې چې بهرنيو رسنيو په خپلو سرليکونو کې خپور کړی، له افغانستانه د پوځي ځوانانو د تېښتې خبر وو.

د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند خپله په يوه مرکه کې په دې اعتراف وکړ چې، د لوړو زده کړو مسلکي ځوانان بهرنيو هېوادونو ته په بورسونو د تېښتې لاره نيسي.

د پوليسو د اکاډمۍ او نظامي قرارګاوو او پوستو څخه په تېرو دريوو مياشتو کې تر (۶۰۰) زياتو عسکرو د تېښتې لار نيولې او په لاسونو کې وسلې يې طالب وسلوالو ته تسليم کړې.

له دې نه دا څرګنده شوه، چې دفاع وزارت له امريکا څخه د طالبانو لپاره وسلې غواړي ځکه هره اونۍ او مياشت چې سلګونو عسکر له دندو تښتي او وسلې طالبانو ته سپاري، دا وسلې خو دفاع وزارت ته نه بلکه طالبانو ته تسليمېږي.

د دفاع وزارت د جهاد دپيل په څېر د روسانو څخه غنيمت وسلې به بيا په روسانو او کمونستانو مجاهدينو استعمالولې، دا امريکايي وسلې هم دفاع وزارت د طالبانو په لاسونو پاتې امريکايي عسکرو باندې استعمالېږي.

 

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close