دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د ځواکونو ایستل تائید کړل

رادمنش زیاتوي، دا ستراتیژي له ډیر پخوا نه عملي شوې او په پکتیا ، غزني ، غور او فراه کې یې له ګڼو امنیتي پوستو او سیمو څخه شاتګ کړی.

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۷ ) 

دفاع وزارت د نیویارک ټایمز هغه راپور تائید کړ چې په کې راغلي و، د ټرمپ ادارې له افغان ځواکونو غوښتي چې له لیرو پرتو کلیوالي سیمو څخه خپل حضور ورټول او پر ښارونو تمرکز زیات کړي.

د دفاع وزارت ویاند ویلي، داسې پروګرام یې تر لاس لاندې نیولی چې په مټ به یې ټول ځواکونه له لیرې پرتو کلیوالو سیمو شاتګ کوي، او په هغو سیمو کې به ځای پرځای کیږي چې له ستراتیژیک پلوه اهمیت ولري.

محمد رادمنش ویلي، دا پلان ډېر وړاندې طرحه شوی او موخه یې دا ده چې د ځواکونو عملیاتي توان زیات او د چریکي جګړه مارو د ګواښونو مخه ډب کړي څو ځواکونه له ډیر زیان ګاللو په امن وي.

رادمنش زیاتوي، دا ستراتیژي عملي شوې هم ده، او په پکتیا، غزني، غور او فراه کې یې له ګڼو امنیتي پوستو او سیمو شاتګ کړی.

نیویارک ټایمز نن (د زمري ۷مه) په خپل یوه راپور کې ویلي و، د سي ای اې په قول یوازي ۲۵٪ فیصده افغانان په ښارونو کي ژوند کوي، نور پاتي ۷۵٪ فیصده افغانان په کلیوالي سیمو کي اوسېږي، چې رسماً به یې د چارو واکونه طالبانو ته ولېږدول شي.

ورځپاڼې ویلي و چې د ټرمپ ادارې ځکه خپلو افغان متحدینو ته دا حکم کړی چې، په وینا یې، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو تلفات خورا زیات شوي او هره اوونۍ سلګونه امنیتي ځواکونه په لیرو پرتو سیمو کي وژل کېږي.

ورځپاڼې ته یې سرچینو ویلي، د دې تلفاتو د راکمولو لپاره یوه چاره دا ده چي لیري پرتو سیمو څخه عسکر راوایستل شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close