دفاع وزارت: هسکه مېنه کې هوايي بریدونو، ۱۷داعشیان وژلي

کابل ټکی کام ۲۷مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې له مخې چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو پر داعشیانو آته بریدونه کړي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې په دغه بریدونو کې ۱۷ داعشیان وژل شوي دي.
څه موده وړاندې ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې پر دواعشو د بریدونو د زیاتولي خبر هم ورکړ.
خبر پاڼه زیاتوي چې په ننګرهار کې هوايي بریدونو د داعش ډلې ګڼ جنګیالي وژلي دي.
د یادولو ده چې داعش ډله نه یوازې د دولت او طالبانو په خلاف جګړه کوي، بلکې د عامو وګړو پر ژوند او ناموس هم صرفه نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close