دفاع وزارت: هوايي بريدونه او بمبارۍ به نورې هم زياتې کړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۵) د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې د وسله والو پرضد د هوايي بريدونو او بمباريو د زياتوالي راپور ورکوي چې تېره ورځ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت هم د افغان هوايي ځواک د لا قوي کولو خبره کړې او په يوه اعلاميه کې يې ويلي چې عملياتو لپاره يې د ميوند قول اردو ته درې بلک هاک چورلکې ورکړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش وايي، د امريکا له خوا ۲۱۵ قول اردو ته تازه درې چورلکې ورکول شوي او دا پروسه لا هم دوام لري، په بېلابېلو وختونو کې به افغان پوځ ته ۱۵۹ بلک هاک چورلکې ورکول شي.

که څه د افغانستان دفاع وزارت او بهرني ملاتړي يې هوايي بريدونه او بمبارۍ د وسله والو د زپلو ښه لار ګڼي خو وروستي راپورونه ښيي چې د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو او عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې يوناما په خپل راپور کې وويل، چې د روان کال په شپږو مياشتو کې د هوايي بريدونو، بمباريو، شپنيو عملیاتو، چاودنو او وسله والو نښتو په ترڅ کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپيان دي.

که څه هم د يوناما راپور کې يواځې دوه سلنه بهرنيان او اوولس سلنه افغان ځواکونه د ملکيانو د مرګ ژوبلې مسئول بلل شوي زياتوي چې ” په هوايي بریدونو کې  ۱۴۹ ملکیان وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپيان دي چې د تېر کال په نسبت د ملکیانو مرګژوبله پکې ۵۲ فیصده زیاته ښودل کېږي.”

خو سيمه ييزې رسنۍ، شنونکي او راپورونه وايي، چې د ټرمپ له ستراتيژۍ وروسته د بهرنيانو او افغان ځواکونو له لوري له زياتېدونکو عملياتو او هوايي بريدونو سره د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې تر پخوا څو چنده زياتوالی راغلی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close