دفاع وزارت وايي د اردو ۱۱ عسکر او لسګونه وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۶سنبله/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د افغانستان دفاع وزارت نن اعلان کړې ده چې د تېرې شپې او ورځې په اوږدو کې د جګړې او عملياتو په ترڅ کې لږ تر لږه د اردو ۱۱ عسکر او لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي دي، چې په تېره شپه او ورځ کې په کنړ، غزني پکتيا، خوست، پکتيکا، لوګر، کابل، کندهار، هلمند او زابل کې عمليات ترسره شوي دي، چې له امله یې ياده مرګ ژوبله پېښه شوې ده.

دفاع وزارت تېره ورځ هم د ۱۷ عسکرو او له سلو د ډېرو وسله والو مخالفينو د وژنې خبره کړې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري له رسنيو سره په مرکه کې ويلي دي، چې د اردو ځواکونو په ۱۴ ولايتونو کې ۲۰ عمليات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال او ياده اندازه د اردو عسکر وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close