دفاع وزارت: پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې بيا به پر افغان خاوره بريد نه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۸) له تېرو دوو ورځو راهيسې د خوست په ځاځي ميدان او د پکتيا په ډنډ پټان ولسواليو کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ درنې نښتې وشوې چې په پايله کې يې دواړو غاړو ته د سرتيرو په ګډون پاڅوانوالو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د خوست ولايتي چارواکي وايي، د پاکستان د سرحدي ځواک د پنځو وژل شويو عسکرو جسدونه پرون پاکستان ته سپارل شوي دي.

د خوست امنیتي مسئولين وايي، په دې نښتو کې افغان سرتيرو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د افغانستان د دفاع وازرت د وياند سرپرست محمد رادمنش وايي، اوس په سيمه کې امنيتي وضعیت ارام دی او دواړو غاړو په اوربند پريکړه کړې.

نوموړی وايي، افغان ځواکونه په ډنډ پټان او ځاځي ميدان ولسواليو کې په لومړي درجه احضاراتو کې دي او د هر ډول بيړنيو حالاتو سره د مخ کېدو تياری يې نيولی دی.

رادمنش ادعا کوي، چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان لوري ته د پوستو جوړولو پلان درلود او په غير قانوني توګه افغانستان ته اوښتي و.

د رادمنش په خبره، د جګړې سيمې ته ورغلي پاکستاني پلاوي منلې چې ځواکونه يې افغان خاورې ته اوښتي خو ژمنه يې کړې چې بيا ځل لپاره به داسې نه کېږي.

دواړه غاړې پر يو بل د لومړي بريد د ترسره کولو ادعاګانې کوي.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ له لوري په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي و چې د دوی ځواکونو په سرحدي سيمه د اغزن سيم لګولو کار کولو چې د افغان ځواکونو له لوري ورباندې بريد وشو او نښتې پيل شوې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close