دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۲۲ هوایي بریدونه او ۹ ګډ عملیات ترسره کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳)

د ملي دفاع وزارت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د یو اړخیز اوربند په نظر کې نیولو سره
د نړیوالو ځواکونو سره یوځای ۹ چاڼیزعملیات کړي او ۹۶ پروازونو کې یې ۲۲ هوایي بریدونه کړي او ۸۰ تنه وسلوال طالبان یې وژلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بادغیس په مرغاب کې د نورزيو، بارکزيو، اسحاق زيو او علیزيو کلیو په مربوطاتو کې د وسلوالو طالبانو څلور قرارګاوې په نښه شوې او څو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو ویلي چې په دې هوایي بریدونو کې د اسحاقزو سیمه کې یو د قران کزیم د حافظانو یوه مدرسه بمبار شوې چي پکې ۳حافظان ژوبل دمدرسې اومسجد ودانۍ ویجاړې شوې دي.

دفاع وزارت همداراز ویلي چې؛ د اوربند په شپو کې یې د غزني ولایت د مقر او مرکز اړوند شهباز په سیمه کې ۳۲ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۱۹ نور ټپیان دي، همداراز یې د میدان وردګو په جلریز کې ۲۵ طالب وسلوال وژلي دي.

دفاع وزارت په کندوز کې هم ۲۱ وسلوالو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
په ورته وخت کې دې وزارت د فاریاب په خواجه سبزپوش کې هم د ۶ وسلوالو د وژلو خبر ورکړی دی.

باید وویل شي چې دولت داسې مهال د هوایي بریدونو او وسلوالو ته د پراخې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې چې حکومت لا هم ځان اوربند ته ژمن ښیي او ۱۰ ورځنی اضافي اوربند یې لا هم پای ته نه دی رسیدلی.
تر اختر وړاندې هم حکومت څو ځله خپل اعلان شوی اوربند په ځینو ولایتونو کې په څو هوایي او ځمکنیو بریدونو داسې مهال نقض کړی و، چې د وسلوالو هیڅ خوځښت نه و موجود .
تر اوسه طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعا وپه تړاو څه نه دي ویلي، خو په تیر کې یې ورته راپورونه له مبالغې ډک بللي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close