دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتو کې د اردو ۱۹ عسکر وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د افغانستان دفاع وزارت په خپله تازه خبرپاڼه کې څرګنده کړې ده، چې په تېرو څلرويشت ساعتو کې د اردو ۱۹ تنه عسکر وژل شوي دي.

وزارت ليکلي دي، چې ياد عسکر د سړک د غاړې په ماين چاودنو، د راکټ په ډزو او نظامي عملياتو کې وژل شوي دي.

د وزارت اعلاميې کاږلي دي، چې د اردو د عسکرو دغه شمېره يوازې په يوه شپه او ورځ کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت اعلاميو په تېرو څو مياشتو کې په يو وار د دومره عسکرو د وژل کېدو خبر نه و ورکړی.

اعلاميې دا هم ويلي، چې په همدې موده کې د عملياتو په ترڅ کې له ۲۰۰ ډېر وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

ياد عملیات به کاپيسا، کنړ، پکتيا، ميدان وردګ، غزني، لوګر، کندهار، روزګان، زابل، هرات، فراه، فارياب، کندوز، تخار او هلمند کې ترسره شوي دي.

ياده وي، چې طالبانو لا د دفاع وزارت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close