دفاع وزارت په کندوز کې د ۱۴ ملکیانو وژل کیدل ومنل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۹)

د ملي دفاع وزارت ومنله چې کندوز کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي.

د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، ناټو ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ د خلازیو سیمه کې درۍ کورونه په بشپړه توګه نړولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۴ ولسي وګړي وژلي ، خو ځایي خلک وایي چې په دې برید کې تر ۲۰ ډیر ولسي کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

خلک وایي، طالبانو د برید پر مهال په سیمه کې هیڅ راز نظامي حضور نه درلود او یواځې ولسي خلک هدف ګرځول شوي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وایی، سیمې ته یې د څیړنو لپاره یو پلاوی لیږلی.

دیادونې وړ ده چې، دا په تیر یوه کال کې په کندوز کې دریم لوی هوایي برید دی چې په لویه کچه ملکیان په کې په نښه کیږي.

په تیره یوه اونۍ کې د پکتیا په زرمت، د ننګرهار په خوږیاڼو او کندوز کې لسګونه ولسي وګړي په لوی لاس امریکایي ځواکونو بمبار کړي.

محمد رادمنش په ځلونو ویلي چې امریکایان ټول بریدونه د دوی په همغږي ترسره کوي.

د کندوز چهاردره کې پر وروستۍ بمبارۍ ،د پخواني ولسمشر حامدکرزي پرته ،حکومت ،پارلمان او بهرنيان ټول  چوپ دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close