دفاع وزارت: په کونړ کې د پاکستاني طالبانو بل مشر په نښه شوی

باید وویل شي،  چې د ملي یووالي حکومت له پیله پاکستان ته د امتیاز ورکولو سلسله روانه ساتلې چې په دې برخه کې د اغزن تار د غځولو اجازه،  پر فاټا چوپتیا،  اسلام اباد ته د پاکستاني بندي طالبانو ورسپارل ، داستخباراتی مالوماتو شریکول  او د ډیورند په رسمیت پیژندلو اوازې هم شاملې دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۳)

 

د ملي دفاع وزارت وایی، چې د نړیوالو ځواکونو په بریدونو کې د پاکستانی طالبانو یو بل لوړپوړی مشر وژل شوی.
محمد رادمنش وایي؛ وژل شوی پاکستانی قوماندان ملا عمر رحمان سواتی نومیږي او د پاکستاني طالبانو نوی ټاکل شوی مشر و.

بلخوا د کونړ د شلتن ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ویاند بیا وژل شوی قوماندان مولوي یاسر بولي، چې په خبره یې نوموړی د عمرفاتح په نوم هم شهرت درلود.
د قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، مولوي یاسر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی او له نورو جزئیاتو یې ناخبري څرګنده کړه.
مولوي یاسر ملا فضل الله ته نږدې کس بلل کیده او د سوات اوسیدونکی و.

پاکستاني طالبانو تر اوسه د خپل مشر دوژل کیدو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

د دې هیواد  چارواکو هم تر دې مهاله د وژل شوي قوماندان په هکله څه نه دي ویلي.

دا په تیرو دریو اونیو کې د پاکستاني طالبانو دوهم لوړ پوړی مشر دی چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه کیږي او پړه یې د افغانستان د دفاع وزارت مني.

یو شمیر رسنیو د سرچینو په حواله ویلي، د ملافضل الله تر وژلو وروسته افغان پلاوي پاکستان ته د دې په موخه سفر وکړ چې ګواکې د افغان طالبانو د ځپلو په موخه ترې امتیاز تر لاسه او ملاتړ یې خپل کړي، خو پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو له نفوذ څخه انکار وکړ او د نورو پاکستاني طالبانو چې ګمان کیږي په افغانستان کې یې پناه اخیستې، لیست ورته وسپاره.
شنونکي په دې اند دي چې ، امریکا هڅه کوي هغه پاکستاني طالبان چې ګمان کیږي افغان خاوره کې پټ دي په پرلپسې توګه په نښه کړي څو د ډیورند دواړو کرښو ته د وسلوالو حضور ثابت او په دې توګه د پاکستان له خوا د اغزن تار غځولو او د دې هیواد توپچي بریدونو ته د خټې پوزه جوړه کړي.

باید وویل شي،  چې د ملي یووالي حکومت له پیله پاکستان ته د امتیاز ورکولو سلسله روانه ساتلې چې په دې برخه کې د اغزن تار د غځولو اجازه،  پر فاټا چوپتیا،  اسلام اباد ته د پاکستاني بندي طالبانو ورسپارل ، داستخباراتی مالوماتو شریکول  او د ډیورند په رسمیت پیژندلو اوازې هم شاملې دي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close