دفاع وزارت: کېدای شي طالب جنګیالیو د الوتکو د ویشتلو توغندي ترلاسه کړي وي

کابل ټکی کام ۳۰میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

اونۍ وړاندې طالبانو د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د امریکا یوه پرمختللې ایف۱۶ جنګي الوتکه په لومړي ځل وویشتله، چې وروسته امریکا او دفاع وزارت هم تأیید کړه چې یاده الوتکه طالبانو ویشتلې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې کېدای شي طالب جنګیاليو د الوتکو د ویشتلو وسلې ترلاسه کړي وي.
د طالبانو یوې باوري سرچینې هم ځينو رسنیو ته ویلي دي چې یاده الوتکه د پکتیا ولایت په کوه سین سیمه کې د دوی لخوا په جوړ کړیو توغندیو ویشتل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close