دفاع وزیر:تیره میاشت کې ایله ۵۱۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴)

د ملي دفاع وزارت وایي چې د طالبانو په بریدونو کې د ملی اردو د تلفاتو شمیر کم شوی، چې یو ښه پرمختګ بلل کیدای شي.
د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي  نن د ملي اردو د ۸۰۰ کومانډویي بریدملانو په فراغت غونډه کې وویل، د ملي اردو له نوي تکتیک سره د طالبانو تلفات په بیسارې توګه زیات شوي خو افغان ځواکونه بیا دومره تلفات نه لري.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، تیره میاشت مو یواځې ۵۱۳ تنه د ملي اردو سرتیري وژل شوي، چې په وینا یې تیر ته په نسبت دا ډیر کم تعداد دی.

نوموړی داسې مهال داخبرې کوي، چې د حکومتي چارواکو په وینا، تیره او نن ورځ په کندوز، فراه او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ملي اردو تر ۱۱۰ ډیر سرتیري د طالبانو د بریدونو ښکار شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، افغان چارواکي د خپلو ځواکونو د تلفاتو شمیر پټوي تر څو یې د نورو عسکرو پر مرال اغیز ونه کړي.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو په بریدونو کې هره میاشت نږدې ۲۵۰۰ امنیتي منسوبینو ته تلفات اوړي.

د دفاع وزیر وایي، طالبان نور د جګړو وړتیا نه لري او جنګي پالیسي یې کار نه ورکوي.
د دفاع وزیر وروستۍ بمبارۍ لاسته راوړنه او د خپلو ځواکونو د ښې قوماندې بیلګه یې بولي، په داسې حال کې چې په وروستیو بمباریو کې سلګونه ښځې او ماشومان ووژل شول.

.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close