دفاع وزیر: پر امریکایي پوځیانو نفوذي بریدونه،د اندیښنې وړ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

په داسې حال کې چې تیره اونۍ جمهور رئیس غني د امریکا له دفاع وزیر جیمز مټیس سره ژمنه وکړه چې په ټول توان به د افغان ځواکونو له خوا پر امریکایي ځواکونو د بریدونو مخه نیسي، خو د امریکا د دفاع وزیر لا هم د یادو بریدونو په تړاو زیاتې ویرې اخیستی .

دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي؛ پر امریکایي ځواکونو نفوذي بریدونه خطرناک دي او باید د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره پر افغان ځواکونو کنټرول زیات شي.

مټېس ویلي “ د افغان چارواکو امنیتي پلټنې او د سیمه‎ییزو ځواکونو فکري او نظامي روزنې زیاتوو، څو ډاډمن شو چې که هر چا پر امریکایانو د برید جسارت وکړ، تر وړاندې وپيژندل شي“
پوځي کارپوهان وایي، پر امریکایي ځواکونو د طالبانو د بریدونو په مخ کې د افغان ځواکونو قوي کمپونه دي چې طالبان نه شي کولی په اسانۍ سره بهرنیانو ته تلفات ور واړوي، چې له همدې امله طالبان په خورا ستونزو ګاللو سره خپل نفوذي ملګري د امریکایانو روزنیزو کمپونو ته رسوي، یا یې هم له مختلفو لارو د فکري او عقیدوي روزنې هڅه کوي، څو پر بهرنیانو د بریدونو عاطفه ورکړي.

دفاع وزیر مټیس ویلي (( پر افغان ځواکونو د څار زیاتولو لپاره کارونه روان دي، د دې لپاره به نور ځواکونه وروزل شي تر څو هغه ځواکونه چې سخت دريځي یا د وسلوالو نفوذي کسان وي ،پیدا کړو او د بریدونو مخنیوی یې وکړو“

امریکایي دفاع وزیر داسې مهال د نفوذي افغان عسکرو له بریدو خپله ویره ښکاره کوي، چې تیره اونۍ د هیواد په ختیځ کې دوه امریکایان په مرموز ډول ووژل شول.
او نن هم طالبانو ادعا کړې چې په لوګر کې یې دوه امریکایان وژلي.

د نیویارک ټایمز د راپور ترمخه؛ امریکایي چارواکي خپلو مشرانو ته دروغ وایي، او دتلفاتو واقعي او کره شمیرې ډیر وخت له رسنیو پټوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close