دفرانسې سم ویر(!) او دخره سم ملګري

لیکنه : چنار ستړی
په فرانسه کې برید دوه اړخه دي یو دا اړخ چې برید چا کړی دی دا برخه یې موږ ته ځکه مهمه نه ده چې موږ کار نه ورسره لرو که هرچا کړی وي
دوهم اړخ یې غمرازي او یا غم شریکول دي آيا موږ په دې مکلف یو چې دهغي فرانسې له دولت سره غمرازي وکړو چې د ډيموکراسي مور بلل کیږي او موږ ته راپیښي ټولي ناخوالي دهمدې ډیموکراسي له لاسه دي
که ډیموکراسي نه وای فرانسویانو به زموږ دهیواد په کاپیسا او نورو ولایتونو کې ولي زموږ کورونه تلاشي کول ولي به یې زموږ ورڼه له ځان سره دبندیانو په توګه وړل او هلته به یې له هر راز بشري او انساني حقوقو بې برخي کول
که ډيموکراسي نه وای نو نن به زموږ په ټولنه کې (د خره ملګري ) له کومه کېدل ؟
زموږ اسلامي ټولنه چې دزرګونو دیني او عصري علومو له استادانو لله الحمد برخمنه ده ولي به بیا هم په کابل کې دخره لمانځ غوڼډه جوړېدله ؟ او ولي به خره ته دمجاهد لقب ورکول کېده ؟
او بالاخره که ډیموکراسي نه وای نو فرانسه به ولي له داسي بریدونو سره مخ کېدله ؟
دا خو دهمدې فرانسي ډیموکراټ سیاست دی چې په ګرده نړۍ کې دمسلمانانو ترمنځ دیوه یرغلګر هیواد په سترګه ورته کتل کیږي ؟
خو بیا هم
یو شمېر دخره ملګرو دفرانسې له دولت سره غمشریک کړی دی او ټولنیزو شبکو کې یې دفروفایل خپل انځور دفرانسې په بیرغ کې پټ کړی دی
دخره په ملګرو هلته دغه ویر غالب شو چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو با احساسه افغانانو ددې کړني په ضد غبرګونونه څرګند کړل.
دغو ښاغلیو څه موده وړاندي په یوه غونډه کې دخره صفتونه کول
خو نن د فرانسې غم لمانځي.
په داسي حال کې چې دخره له لمانځ غونډي یې ټول خبر دي خو دوی بیا هم نن د فرانسي په ویر اخته دي . که یې غونډه پته تېره کړې وای ښایي ځینو دفرانسې دویر په لمانځلو کې ګډون ورسره کړی وای خو دوی دلته له عقل څخه خلاص دی چې دلته یې یو وار خر ولمانځه او اوس له نورو غواړي چې دفرانسې په غم ورسره شریک شي
نو دخرو ملګرو ته به دومره ووایو چې ستاسي خبره نه منل کیږي ځکه ستاسي عقل دلته ټولو ته معلوم دی چې دزرګونو علمي  کدرونو او داسلافو دراڼه او ښائسته تاریخ په شتون کې مو دخره صفتونه کول او خر مو مجاهد بللو .
اوس څوک دفرانسې غم نه درسره لمانځي داسمه ده چې فرانسې تاسي ته دخره دلمانځلو وخت درکړی د ډالرو احسان یې درباندي لورولی دی او تاسي یې دویزې په انتظار یاست
خو ټول افغانان ستا سي په څېر دخره ملګري نه دی او نه هم په ډاګه نارې وهي چې موږ دخره ملګري یو
دخره یارانو !
تاسي په دې نه یاست خبر چې فرانسې زموږ په هیواد کې څومره بې ګنا افغانان شهیدان کړل ؟
تاسي هغه ویر ولي نه لمانځه چې دهمدغي فرانسې حرامیان زموږ هیواد ته بې ښه او بې بده را ننوتل او زموږ په کورنو یې چاپې پيل کړي ښځي یې په سپيو داړلې ماشومان یې په ټوپکو ډارول او نارینه یې دکور دغړو په مخ کې په شهادت رسول ؟
دخره زبردسته یارانو !
داچې تاسي دخره ملګري یاست دخپلو هیواد والو ویني به دیوې لحظې لپاره له دې امله دروبښو چې ستاسي عقل  ستاسي د محبوب (خره) په مینه کې مغلوب شوی دی
نو دالجزائر تونس او مغرب اسلامي هیوادونو اشغال چې دفرانسوي مؤرخ جاک په قول یوايځي په الجزائر کې داشغال له پيله (۱۸۳۰م) تر (۱۹۶۲م) پوري ۱۰ میلونه مسلمانان ووژل . په څه ډول ور تیرږئ؟
الله ته به یې څه ځواب ورکوئ چې ولي مو داسلام له دومره عنادي دښمنانو سره غمرازي کوله ؟
درسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی چې د درست اسلامي امت دروحي تکلیف سبب شو دهمدې فرانسې دحکومت او اولس په ملاتړ باندي وشو
خو تاسي دخره یاران اوس هم غم ورسره شریک کوئ ؟
تاسي به بیا هم درسول الله صلی الله علیه وسلم دشفاعت امید لرئ ؟
دفرانسې له لوري داشغال شویو هیوادونو دجهادي مشرانو ککرۍ اوس هم دفرانسې په ملي موزیم کې پرتې دي او فخر پرې کوي
خو تاسي چې په غم ځان شریک بولئ ؟
خدای ته سوال کوم چې دډیموکراسۍ دغه مور په دابل مخ چپه را واړوي چې ناسکه لمسیان یې دلته له ویره سره لمبه شي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close