دفراه ولایت نیولو څه په ډاګه کړل

لیکوال: شهاب لیوال

دافغانستان په لودیځ ولایت فراه کې دیوې اونې پرلپسې جکړو وروسته طالبان وتوانیدل چې ددې ولایت مرکز تر خپل کنترول لاندې راولي او د کابل حکومت سیمې پریښیودلو ته اړ کړي دکابل حکومت دامنیت یا څار مرکز ‘دامنیه قومندانې او نور دولتي اړین تاسیسات یې فتحه کړل ‘په دې قوي نښتو کې تر سلو100 زیات حکومتی لوړ پوري او عسکر له منځه لاړل او همدا شان طالب ځواکونو هم خپل د نهه 9سرتیرو د شهادت او11 یوولس زخمیان پخلۍ کړۍ .
نن چهارشنبه سهار’ حکومت ادعا وکړه چې فراه ولایت له مرکزه یې طالبان په شا تمبولي او له بل پلوه بیا طالبانو ادعا کړې چې تر خپل هدف ته رسیدو وروسته یې خپل نظامې وکړي له سیمې ایستلي
طالبانو د یوې اعلامې صادرولو په ترڅ کې څرکنده کړې چې ددوې هدف دولایت نیول ‘هلته نظامی تاسیسات او نور غنیمتونه ټول ول وه چې په بریالې ټوګه خپل موخې ته رسیدلي’
طالبانو دفراه په نیولو دا څرګنده کړه چې دوي هر ولایت همدا شان په آسانې سره نیولۍ شي
خو لکه څنګه چې حکومت میشته سیمو کې اکثر پانګه وال ملکي وګړي دي نو اکثر زیانونه عام خلګ ویني ‘له بل پلوه دفراه نیولو دا جوته کړه چې حکومت کې میشتو عسکرو دمقابلی او دفاع روحیه له لاسه ورکړې اکثر دولتی عسکر په دې پوهیدلي چې غلام حکومت ته قرباني ورکول دین او دینا ته مو تاوان ده .
دطالبانو داشان حملات اکثر سیاسي وجوهات لري سیمې او نړې ته یې ځان دیو قوي قدرت پو توکه پیژندل ‘دامریکا په شتون کې چې دنړۍ په سطحه هیڅ قدرت یې دنظامي مقابلې توان نلري ‘دیو ولایت نیول او امریکایي او سیمیز حکومت په شاتمبول یو لوې قدرت او قوي نظام غواړي چی دا له طالب سره ده .
طالبانو دا څرګنده کړه چې دوي ددې هیواد اصلي بچیان او په هیواد ‘قرآن او اسلام مین خلګ دي’داسیرانو سره اسلامي چلند ‘عامله المنفعه تائسیساتو لکه بانکونه.روغتونونه’ښونیځ مرکزونه ‘اونور مهم ځایونونه ساتنه یې بیلګه یادولې شوو.
امریکا په سیمه او نړی کې له ماتې سره مخ ده دوه مخه سیاست یې حتې خپل متحدین هم زړه مات کړي
یوخوا له ایران ‘روسیه ‘چین سویلي کوریا سره په لانجو کې ګیر ده له بل خوا بیا په اسلامي هیوادونو کې یې اور لمبې بلې کړي
سوریه ‘افغانستان ‘عراق لبنان ‘او فلسطین کې هره ورز عام مسلمانان دامریکې دناولي سیاست قرباني دي
امریکا نور خپل هغه پخوانۍ سیاست او قوت له لاسه ورکړۍ نن وي که صبا زمونږ له ګران هیواد افغانستان نه په وتو دي لکه څنګه چې روسان وتښتیدل دوي هم په تیښته دي
طالبان به واک ته راځي عام افغانانو ته دا په کار ده چې له سمتی ‘ژبني او قومي تبعیضه ځان وژغوري او له اسلامي امارت سره یو شي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close