دلته مې دیني درسونو ته دولت نه پریږدي خو بل هېواد ته د تګ لپاره یې بیا راته خنډونه جوړ کړي

لیکنه: اولیاء عمري

آښه دلته هېواد کې به زه اولاً څه درس او زده کړه وکړم، مجبور یم چې د دیني تعلیم لپاره به بل هېواد ته منډي وهم، که څه هم دلته زه خپل ملا او عالم د نورو هېوادنو تر ملایانانو او عالمانو ښه وګڼم خو طالبۍ ته مې دغه د کفر چرګوڼي او لاسپوڅي کله پریږدي؟.

زمونږ په مدرسه کې دغه وام او وېره هره شپه او هره ورځ خپره وي، چې خدایه خیر هسي نه بیا په یوه طالب دولتي ځناورو شک کړی وي چې له وسله وال طالب سره اړیکه لري او لاسپوڅي راشي او په مدرسه کې وحشت جوړ کړي، کتابونه مو په یوه او بل سره وغورځوي، طالبان له خواږه خوبه را ویښ کړي او استاذانو ته مې لاسونه او سترګې وتړي.

او مونږ طالبان یا په مدرسه کې دوه درې ساعته تور وحشت او ظلم په روڼو سترګو وینو او یا هم ټول طالبان په یوه درسګاه کې بند کړي او په بې رحمۍ سره دوه درې طالبان او یا هم کله یو دوه استاذان وتړي، په سر ورته توره ځولۍ واغوندي او له مدرسې یې په خورا وحشي انداز کې وباسي.

دغه وحشي ځناور او پلیت غلامان کوم چې په موږ په زور راتپل شوي، زمونږ مقدس کتاب قران کریم، د حدیثو، فقهې، اصولو او دېته ورته نورو کتابونو ټوکونه ها خوا دا خوا په ځمکه خواره وغورځوي او پکې پلټنې پیل کړي.

استاذانو او شاګردانو ته مو سپکې سپورې ووایي، او په ظالمانه انداز سره یوه او بل ته چاپلاخې په ګل غوندې څهرو ورکړي.

نو انصاف او پرتله تاسو وکړئ چې زه او ما ورته طالبان به دلته څنګه په ښه زړه سبقونه او درسونه ووایي، هغه خو مجبور دي چې له دغه ظلمه د ځان د خلاصولو په پار یوه بل هېواد لکه هندوستان او یا هم پاکستان ته په درسونو پسې ولاړ شي.

خو بله نادره او له طالبانو سره ناروا او نا جایزه دغه ده، چې هندستان ته بې له پاسپورټه تلای نشي، اول به پاسپورټ جوړوې بیا تلای شي، خو دلته طالب سره دومره څه نه وي چې دی یې د لارې او د سفر خرڅه کړي که چیرته ورسره پیدا هم شي پاسپورټ خو به جوړ کړي لیکن دا طالب ته بیا په پاسپورټ دغه ناروا حکومت تعلیمي ویزه نه لګوي بلکې میاشتنې یا د درو میاشتو ویزه ورته په لګوي چې هغه بیا ورته لوی تکلیف دی او هره میاشت به د دواړو هېوادونو تر پولې ځان رسوي او خروج او دخول به لګوي.

او که په پاسپورټ پاکستان ته هم دغه طالب تلل وغواړي نو تعلمي ویزه ورته نه لګول کیږي.
اخر چې دا طالب هالته بې قانونه ولاړ شي، یو وار خو هالته ورته د هغه ځای د حکومتي غلو لخوا سترې ستونزې مخامخ کیږي، او که له هغو ځان وژغوري بیا نو چې هېواد ته بېرته راځي او راشي نو دلته له دولتي نجس خوارو او هېوادوالو سره شته پنجاپۍ ټاپې په وروتوغول شي چې پنجاپی شوی یې، څه چې په خوله ورځي هغه ورته وایي.

لنډه یې دا چې دلته هېواد کې اسلام او اسلامي درسونو ختمېدا ته دومره کوښښ روان دی، چې ممکن په ټوله نړۍ کې به بل کوم هېواد کې داسي پلیت حرکتونه نه وي جاري، که څه هم د هغو حکومتونه کفري او ډیموکراسي دي زمونږ وال خو ځانته اسلامي جمهوري وایي خو بیا هم د اسلام په وړاندې یې ستر کوښښونه روان کړي، البته دوی خپله نه بلکې د بادار (امریکا او هم د بې دینې) په خوله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close