دلته څه روان دی ؟

لیکنه عزام حقاني

دلته هر جنایت ته بشر دوستي ویل کیږي.
دلته هر خباثت او مر داری ته پاکي ویل کیږي.
دلته هر حق ته ناحق او هر ناحق ته حق ویل کیږی.
دلته مظلوم ته ظالم او ظالم ته مظلوم ویل کیږي.
دلته فاسق ته صالح او صالح ته فاسق ویل کیږی.
دلته هغه څوک چي دکفر په دفاع کې وژل شوی شهید او د کافر وژونکي ته مردار ویل کیږي.
دلته تخریب ته ابادي او ابادي ته تخریب ویل کیږي.
دلته مسلماني جرم او کافر کیدل تفخر ده.
دلته اسلام راوړل دټولو ناخوالو سبب ګرځي .
دلته ظالمان دمظلومانو په وژلو خوند اخلي.
دلته دخپل حق اواز اوچتول پنجابیتوب بلل کیږي.
دلته مسلمان په امن نه ده.
دلته اشغال ته ابادی ویل کیږي .
دلته غلامي افتخار او ازاد اوسیدل عیب بلل کیږي.
دلته غلام ته ازاد او ازاد ته غلام ویل کیږي.
دلته دعصمتونو او سرونو چور روان ده.
دلته قهرمان او اتل ته تروریست او دهشتګر ویل کیږي ، خو دهشتګر ته قهرمان او بشر پال ویل کیږي.
دلته حقیقتونه مسخه شوي.
دلته ملحد، مرتد او دهري په ملا ټپول کیږي خو مسلمان دژوند کولو حق نه لري.
دلته له اسلامه مرتد کیدل عیب نه ګڼل کیږي.
دلته هر ظالم په خپل ظلم افتخار کوي.
دلته درواغ خلکو دریښتیا په نوم منلي خو ریښتیا ته د درواغو نسبت کوي.
دلته هر څه تحریف شوي.
دلته هر څه سر چپه روان دي.
دلته د رمو شپانه لیوان دي.
دلته ظلم کول هر ظالم خپل حق ګڼي.
دلته خلک پر حقیقت سترګي پټوي.
دلته د ورور په غم کي شرکت کول ګناه بلل کیږي.
بس دلته رڼا ورځ تیار ده.
دا هر څه ولي دلته کیږي ؟
ځکه چي دي خلکو اسلام دنظام په حیث منلی ، او د کافر ناروا غوښتنې یې نه دي منلې، او دمسلمان په سر یې سودا نه وکړه،
او هم یې ښځو ته هغه حقوق نه ورکول کوم چې له یو ښځې دحیا او عزت پړونی غورځوي.
نو ځکه یې وژل، نیول او بندي کول روا دي.

اللهم الیک نشکوا
یاربنا نحن مظلومین فانتقم منه
انک عزیز ذونتقام !!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close