دلمونځ مسائل (۵۹مه برخه) – د جهري او سري قرائت حکمت –

لیکوال : م،‌ نجم الرحمن (فضلي)

د جهري او سري قرائت حکمت

پوښتنه : په پنځه وخته لمنځونو کې په دريو کې قرائت کول جهري دى او په دوو کې سري دى په دې کې حکمت څه دى؟.

ځواب : الله ورسوله اعلم ([1]).

فاتحه خلف الامام

پوښتنه : يو شمير خلکو دا خبره پيدا کړې چې له سورت فاتحه پرته لمونځ نه کيژي، که جهري لمونځ وي که سري، په دې څبره ډير خلک سخت پريشان دي، آيا دا خبره صحي ده او که نه؟.

ځواب : د حنفيانو په مذهب کې د سورت فاتحه له ويلو پرته د مقتدي لمونځ کيژي، بلکې د حنفيانو په نزد مقتدي ته د امام شا ته د سورت فاتحه ويل مکروه دي، که جهري لمونځ وي او که سري، چا چې دا خبره پيدا کړې له دې معلوميژي چې دا خلک غير مقلدين دي، مسلمانانو ته د داسې خلکو شا ته د لمانځه له کولو د ځان ساتل پکار دي ([2]).

طوال مفصل، اوساط مفصل او قصار مفصل څه ته وايي

پوښتنه : طوال مفصل، اوساط مفصل او قصار مفصل څه ته وايي؟

ځواب : په قرآن مجيد کې د شپږويشتمې سپارې له سورت حجرات څخه تر سورت بروج پورې ورته طوال مفصل ويل کيږي، له سورت طارق څخه تر سورت لم يکن پورې ورته اوساط مفصل ويل کيږي او له سورت اذازلزلت الارض څخه تر سورت الناس يعنې د قرآن مجيد تر آخيره پورې ورته قصار مفصل ويل کيږي ([3]).

که د الينا پر ځاى علينا وويل شي

پوښتنه : که يوه کس په لمانځه کې د (ان الينا ايابهم) پر ځاى (ان علينا ايابهم) وويل نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د (ان الينا ايابهم) پر ځاى (ان علينا ايابهم) سهواً وويل شي نو لمونځ کيژي، ځکه چې په دې سره په معنى کې کوم فرق نه راځي ([4]).

که ساه ماته شي نو د جملې تکرار صحي دى

پوښتنه : په لمانځه کې د قرائت کولو په وخت کې د ساه قطع کيدو له امله د لفظ يا جملې نه مکمل کيدو په صورت کې که هغه لفظ يا جمله مکرره کړى شي نو لمونځ فاسديژي او که نه؟ لکه څرنګه چې قاريان په عام ډول همداسې کوي؟.

ځواب : دا تکرار عين د قرائت له اصولو سره برابر دى، لهذا مفسد صلاة نه دى ([5]).

د لمانځه د جهري او سري کيدلو سبب

پوښتنه : د سهار، ماښام او ماسخوتن لمنځونه جهري ولې دي؟ او د ماسپښين او مازديګر لمنځونه سري ولې دي؟.

ځواب : په حديث او فقه سره همدا ډول ثابت دي، د دې په علت کې بحث کولو ته ضرورت نشته، که نو که چيرته دا دروازه خلاصه کړى شي بيا نو دا پوښتنه هم پيدا کيژي چې د سهار دوه رکعت، د ماسپښين څلور رکعت او د ماښام درى رکعت ولې دي؟ همدا ډول نور امور هم شته دي ([6]).

مسنون قرائت يوازې د امام لپاره دى او که د منفرد لپاره هم دى

پوښتنه : دا مسنون قرئت يواځې د امام لپاره دی که د يواځې لمونځ کونکی لپاره هم دی؟

ځواب : امام او منفرد دواړو لپاره دا قرئت مسنون دی ([7]).

که په واياک نستعين کې الف حذف کړى شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که په قرائت کې د واياک نستعين پر ځاى وياک نستعين وويل شي، يعنې له واو وروسته د الف اظهار ونکړي نو لمونځ صحي کيژي او که نه؟.

ځواب : له الف پرته د وياک نستعين په ويلو سره لمونځ کيژي، مګر دا ډول قرائت کول غلط دي، د صحيح ويلو کوشش دې وکړى شي ([8]).

که په قل هو الله کې الله الصمد پريښودل شي

پوښتنه : که چيرته يوه امام قل هو الله وويل الله الصمد يې پريښود او سجده سهوه يې وکړه نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : لمونځ کيژي ([9]).

که د مسلمين پر ځاى مسرفين وويل شي

پوښتنه : که يو ځاى په لمانځه کې د مسلمين پر ځاى مسرفين وويل شي، نو په دې سره لمونځ فاسد کيژي او که نه؟.

ځواب : دا فاحشه غلطي ده، لمونځ پرې فاسديژي او را ګرځول يې ضروري دي ([10]).

په خپل زړه کې قرائت کول

پوښتنه : که يو لمونځ کونکى د شونډو او ژبې له ښوريدا پرته قرائت کوي نو د هغه په لمانځه کې کوم کراهيت راځي او که نه؟ يا په سري سره روا کيژي او که نه؟.

ځواب : په دې طريقه فريضه نه اداء کيژي او لمونځ نه صحي کيژي ([11]).

که په قرائت کې د پيښ پر ځاى زور وويل شي حکم يې څه دى

پوښتنه : د سورت روم د اخيرنى رکوع په لومړي آيت کې د ضعف لفظ درى ځلې راغلى دى، د هغه په ضاد باندې د پيښ پر ځاى که زور وويل شي صحي دى او که نه؟.

ځواب : د پيښ او زور دواړو ويل صحي دي، د زور په ويلو سره په لمانځه کې کومه خرابي نه راځي ([12]).

که د اقامت په حالت کې د کوم عذر له امله مسنون قرائت پريښودل شي

پوښتنه : که چيرته د اقامت په حالت کې د کوم عذر له امله دغه مسنون قرئت پريښودل شي حکم يې څه دی؟

ځواب : جائز دی ([13]).

په صلوة کسوف کې قرائت کول په زوره پکار دي او که په کرار

پوښتنه : د لمر توريدو په وخت دوه رکعت کوم چې په جماعت سره اداء کيژي په هغو کې قرائت په زوره ويل کيژي او که په کراره؟.

ځواب : په کرار ويل کيژي ([14]).

له آواز پرته د قرائت کولو حکم

پوښتنه : که چيرته يو کس په لمانځه دومره په کرار قرائت کوي چې په خپله يې هم نه آوري نو آيا د هغه لمونځ له کراهيت پرته صحي دى؟.

ځواب : دومره په کرار ويل چې حروف صحي اداء کړى شي مګر آواز بيخي وا نه آوريدل شي نو د کرخي  رحمه الله او ابو بکر بلخي  رحمه الله په نزد لمونځ صحي اداء کيژي او د هندواني  رحمه الله او فضلي  رحمه الله په نزد نه صحي کيژي، ځکه چې د دوى په نزد يوازې د حروف صحت کافي نه دى، بلکې د تر غوژونو پورې د آواز رسيدل هم ضروري دي، او شيخ الاسلام، قاضي خان، صاحب محيط او حلواني د همدواني  رحمه الله قول غوره کړى دى ([15]).

د خيرالبرية پر ځاى که شرالبرية وويل شي

پوښتنه : که امام صاحب په لمانځه کې د (اولئک خير البرية) پر ځاى (شرالبرية) ووايي يا د (رسول من الله) پر ځاى (رسول منهم) ووايي نو لمونځ فاسديژي او که نه؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې د واقعه د صحت په تقدير باندې په دواړو صورتونو کې لمونځ فاسديژي ([16]).

که د کريم پر ځاى په قرائت کې عظيم وويل شي

پوښتنه : که يو کس په لمانځه کې د (رب العرش الکريم) پر ځاى (رب العرش العظيم) ووايي نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : په دې صورت کې لمونځ کيژي ([17]).

که قاف په کاف سره بدل کړى شي

پوښتنه : که په سورت الطارق کې امام په (لقول فصل) کې د (ق) پر ځاى (ک) ووايي او دا کس په صحيح ويلو باندې قادر وي نو لمونځ فاسديژي او که نه؟ او را ګرځول يې واجب دي او که نه؟.

ځواب : په دې صورت کې د داسې لمانځه را ګرځول ضروري دي، ځکه چې د قدرت لرلو با وجود په داسې غلطي کولو سره لمونځ نه کيژي ([18]).

په سراط الذين باندې په سکوت کولو سره لمونځ نه فاسديژي

پوښتنه : که يو امام د سورت فاتحه ويلو په وخت کې په سراط الذين باندې ودريد او ساه يې ماته شوه نو لمونځ وشو او که نه؟.

ځواب : لمونځ کيژي، مګر دا لويه غلطي ده، په اينده کې داسې کول نه دي پکار ([19]).

([1]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٠، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، فصل في بيان واجبات الصلوة، ص : ٢٥٣ – ٢٥٤، وکذا في اعلاء السنن، باب وجوب الجهر في الجهرية والسر في السرية، ج : ٤، ص : ١، ٣، وکذا في بدائع الصنائع، فصل في بيان واجبات الاصلية في الصلوة، ج : ١، ص : ٨٣.

([2]) امداد الاحکام، ١ : ٥٦٦.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٦.

([4]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٧٢، بحواله : عالمګري مصري، کتاب الصلوة، باب الرابع، ج : ١، ص : ٧٤.

([5]) خير الفتاوى، ٢ : ٢٩٧.

([6]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤١، بحواله : بدائع الصنائع، مقدمه، الفرق بين العبادات والمعاملات، ج : ١، ص : ٣٦.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٧.

([8]) فتاوى رحيميه، ٥ : ٨٤، بحواله : زاد الفقير، ص : ٤٢.

([9]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٧٤، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، باب ما يفسد الصلوة، مطلب في زلة القاري، ج : ١، ص : ٥٩١.

([10]) خير الفتاوى، ٢ : ٣٠٠.

([11]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٦، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، الباب الرابع، الفصل الاول في الفرائض، ج : ١، ص : ٦٩، وکذا في البحر الرائق، باب صفة الصلوة، ج : ١، ص : ٥٨١.

([12]) فتاوى رحيميه، ٥ : ٨٤، بحواله : لسان العرب، باب الضاد، ج : ٨، ص : ٦٢.

([13]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٧.

([14]) فتاوى رحيميه، ٥ : ٨٥، بحواله : فتاوى سراجيه، ص : ٢١.

([15]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٦، بحواله : ردالمختار، فصل في القراءة، ج : ١، ص : ٥٣٤، وکذا في البحر الرائق، باب صفة الصلوة، ج : ١، ص : ٥٨٧، وکذا في تبيين الحقائق، باب صفة الصلوة، ج : ١، ص : ٣٢٨.

([16]) خير الفتاوى، ٢ : ٣٠٢.

([17]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٧٥.

([18]) فتاوى رحيميه، ٥ : ٩١.

([19]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٧٥، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٩٢.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close