دلمونځ مسائل (۶۳مه برخه) – د سجدې سهوې اصول –

لیکوال‌: م‌، نجم الرحمن (فضلي)

مسئله : د لاندې لاملونو له امله سجده سهوه واجبيژي :

(١) چې د لمانځه په واجباتو کې کوم واجب ترک کړى شي.

(٢) چې کوم واجب له خپل ځاى څخه وروسته کړى شي.

(٣) چې د يوه رکن په اندازه د کوم واجب تاخير وکړى شي.

(٤) چې کوم واجب دوه ځلې اداء کړى شي.

(٥) چې کوم واجب متغير کړى شي، د بيلګې په توګه : لکه په سري لمانځه کې په زوره او په جهري لمانځه په کراره قرائت وکړى شي.

(٦) چې د لمانځه په فرايضو کې کوم فرض له خپل ځاى څخه وروسته کړى شي.

(٧) چې کوم فرض له خپل ځاى څخه دمخه کړى شي.

(٨) چې کوم فرض مکرر يعنې دوه ځلې په هيره اداء کړى شي ([1]).

که منفرد په سري لمانځه کې په زوره قرائت وکړي

پوښتنه : که يوه کس سنت مؤکده يا فرض سري اداء کول، مګر قرائت يا تسبيحات يې په دومره لوړ آواز وويل چې ور سره په خوا کې ولاړ کس واوريدل، آيا دا په جهر کې شمارل کيژي او که نه؟ همدا ډول سجده سهوه پرې واجبيژي او که نه؟.

ځواب : لمونځ يې صحي دى او سجده سهوه نه لازميژي ([2]).

په قيام (ولاړه) کې د التحيات ويل

پوښتنه : آيا د لمانځه په قيام (ولاړه) کې له ثناء او سورت فاتحه وروسته که کوم کس په هيره التحيات ووايي او له ور په ياد کيدو سره بيا کوم سورت ووايي نو آيا لمونځ يې مکمل کيژي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د ثناء پر ځاى التحيات وويل شي نو سجده سهوه نه لازميژي، او که چيرته د سورت فاتحه پر ځاى التحيات وويل شي نو سجده سهوه لازميژي، همدا ډول که چيرته له سورت فاتحه وروسته د سورت پر ځاى التحيات وويل شي نو هم سجده سهوه واجب دى ([3]).

په لمانځه کې د ډير سهوه کيدو له امله څو سجدې واجبيژي

پوښتنه : که په لمانځه کې ډيرې داسې خبرې وشي چې په هرې يوې سره سجده سهوه واجبيږي نو به څو سجدې کوي؟

ځواب : يواځې يو ځلې د دوو سجدو کول کافي دي ([4]).

په ګمان سره سجده سهوه کول

 پوښتنه : که چيرته زيد د وترو په اخيرني رکعت کې د تشهد (التحيات) په حالت کې غالب ګمان پيدا شو چې دعاء قنوت يې نه ده لوستلې، له التحيات وروسته زيد سلام وګرځولو او د سجدې سهوې کولو په نيت سجدې ته ولاړ، دا وخت لومړى سجدې ته رسيدلى وو چې يو نا څاپه يې يقين راغى چې دعاء قنوت يې لوستلې وه، هغه سجده سهوه پوره کړه او له هغې وروسته يې خپل لمونځ پوره کړ، نو د زيد لمونځ وشو او که نه؟.

ځواب : لمونځ يې وشو، په دې کې زيات نه زيات دا وشول چې يو سلام، دوه سجدې او يوه قاعده (ناسته) له وترو څخه زيات اداء کړى شول، نو داسې ويل کيژي کله چې د سجدې سهوې لپاره سلام وګرځول شو نو هماغه سلام د لمانځه د قطع کولو سلام وه او په هغه باندې د وترو لمونځ ختم شوى وه، وروسته چې څه شوي دي هغه ټول له لمانځه خارج شوي دي نو له همدې امله په لمانځه باندې کوم اثر نه پريوځي ([5]).

د وترو په لمانځه کې هم لومړى قاعده (ناسته) واجب دى

پوښتنه : د وترو په درى رکعتيز لمانځه کې له دوو رکعتونو څخه په وروسته تشهد (التحيات) کې ناسته پکار دى او که نه؟.

ځواب : د وترو په لمانځه کې هم له دوو رکعتونو څخه په وروسته تشهد کې کيناستل واجب دي، که چيرته ناسته هيره شي نو سجده سهوه لازميژي ([6]).

د ثناء، تعوذ او بسم الله په پريښودلو سره د سجدې سهوې حکم

پوښتنه : که په يوه جومات کې امام موجود نه وو او يو بل کس راغى او لمانځه ته وړاندې شو، لمونځ يې شروع کړ او د تکبير تحريمې له ويلو وروسته يې سورت فاتحه شروع کړه او په شروع کې يې سبحانک اللهم او نور څه ونه ويل او د سجدې سهوې له کولو پرته يې لمونځ پوره کړ، آيا په دې صورت کې لمونځ صحي کيژي؟.

ځواب : د ثناء، تعوذ او بسم الله ويل سنت دي، د هغو په پريښودلو سره نه لمونځ فاسديژي او نه سجده سهوه لازميژي، البته که چيرته يې دانسته کس پريژدي نو دا غلطي دى او د لمانځه را ګرځول مستحب دي ([7])

([1]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٦١، بحواله : مسايل سجده، ص : ٦٢، درمختار، ج : ١، ص : ٦٧٨.

([2]) خير الفتاوى، ٢ : ٦١٩، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٤٩٩.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٩، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٧، باب سجد السهو، کذا في التبيين.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٥.

([5]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٥١، بحواله : ردالمحتار، قبيل باب الاستخلاف، ج : ١، ص : ٥٩٩، وکذا في الحلبي الکبير، ص : ٤٦٥، فصل في سجود السهو، وکذا في التاتار خانية، الفصل السابع في سجود السهو، ج : ١، ص : ٧٤٤.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٦٣، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٧١، کتاب الصلوة، الباب الرابع، الفصل الثاني عشر في واجبات الصلوة، هديه، ج : ١، ص : ١٥٨، کتاب الصلوة، باب سجود السهو.

([7]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٢٢، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٤٤٢.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close