دلمونځ مسائل (۶۴مه برخه) – په قرائت کې په کوم ډول نقصان سجده سهوه واجبوي ؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په قرائت کې په کوم ډول نقصان سجده سهوه واجبوي

پوښتنه : په قرئت کې په کوم ډول نقصان راتلو سره سجده سهوه واجبيږي؟

ځواب : (۱) د فرض لمانځه په اول يا دويم رکعت يا په ټولو رکعتونو کې، همدا شان په واجب، سنت، يا نفل لمنځونو کې په يوه يا په ټولو رکعتونو کې د سورت فاتحې په پريښودلو سره!

 (۲) د همدغو لمنځونو په ټولو رکعتونو کې د مکمل سورت فاتحې يا د هغې زياتې برخې په تکرارولو سره!

 (۳) له سورت فاتحې د مخه د بل سورت په ويلو سره!

 (۴) د فرض لمانځه له دريم او څلورم رکعت څخه پرته، د هر لمانځه هغه که فرض، واجب، سنت او که نفل وي، په کوم رکعت کې د سورت په پريښودلو سره سجده سهوه واجبيږي، خو په دې شرط چې دا ټولې خبرې په سهوه سره وي ([1]).

کله چې دا معلومه نه وي چې سجده سهوه واجب دى او که نه نو لمونځ کونکى څه وکړي

پوښتنه : په ځينو وختونو کې په لمانځه کې د څه غلطي کولو له امله دا نه معلوميژي چې سجده سهوه واجب دى او که نه، نو په داسې صورت کې سجده سهوه کول پکار دي او که نه؟.

ځواب : کوم وخت چې دا نه معلوميژي چې د خطا کيدو له امله سجده سهوه واجب دى او که نه نو د سجدې سهوې کول احوط دي ([2]).

د التحيات په ځاى د سورت ويل

پوښتنه : د لمانځه پوره کولو لپاره کله چې التحيات ويل کيژي او د التحيات پر ځاى کوم سورت وويل شي، يا التحيات غلطه وويل شي نو آيا د سجدې سهوې کول پکار دي او که نه؟.

ځواب : په داسې صورت کې سجده سهوه کول واجب دي ([3]).

په دويم او دريم رکعت کې له سورت فاتحه دمخه د ثناء ويلو حکم

پوښتنه : که چيرته يو کس په لمانځه کې په دويم، يا دريم يا څلورم رکعت کې له سورت فاتحه دمخه ثناء ولولي نو آيا په هغه باندې سجده سهوه لازميژي او که نه؟.

ځواب : د فرض لمانځه په دريم او څلورم رکعت کې له سورت فاتحه دمخه ثناء ويل موجب د سجدې سهوې نه دي ([4]).

که په سهوه سره تعديل ارکان ونکړل شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که په سهوه سره تعديل ارکان ونه کړي نو سجده سهوه واجبيږي او که نه؟

ځواب : واجبيږي ([5]).

د دريو سجدو پر کولو سجده سهوه واجب دى

پوښتنه : که يو امام د څلورم رکعت سجدې ته ولاړ او د دوو سجدو پر ځاى يې درى سجدې وکړې، آيا په دې ډول داسې لمونځ کيژي؟.

ځواب : که چيرته په کوم رکعت کې په هيره د دوو سجدو پر ځاى درى سجدې وکړى شي نو سجده سهوه واجبيژي، پس که چيرته داسې امام سجده سهوه کړې وه نو لمونځ صحي دى او که يې نه وه کړې نو بيا د لمانځه را ګرځول واجب دي ([6]).

که لومړى قاعده (ناسته) هيره شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که اوله قاعده هيره شي حکم يې څه ده؟

ځواب : که په هيرې سره دريم رکعت ته پورته شي که ناستې ته نږدې وي بيا دې کيني او سجده سهوه دې نه کوي او که چيرته ولاړې ته نږدې وي نو قاعده دې پريږدي او ودې دريږي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي نو لمونځ يې وشو ([7]).

د تکبير پر ځاى د سمع الله لمن حمده ويل

پوښتنه : که د يوه جومات امام د سهار لمانځه پر مهال د الله اکبر پر ځاى سمع الله لمن حمده وويل بيا يې الله اکبر وويل او د سجدې سهوې له کولو پرته يې لمونځ پوره کړ، آيا داسې لمونځ صحي کيژي او که نه؟.

ځواب : که د تکبير پر ځاى سمع الله لمن حمده يا د سمع الله لمن حمده پر ځاى تکبير وويل شي نو سجده سهوه نه لازميژي ([8]).

په اخيره قاعده (ناسته) کې په بيا بيا درود شريف ويلو سجده سهوه نشته

پوښتنه : که يوه کس بشپړ درود ابراهيمي يا د هغه نيمايي له اللهم بارک نه تر حميد مجيد پورې مکرر په اخيره ناسته کې ووايي نو په هغه باندې سجده سهوه شته او که نه؟.

ځواب : نشته ([9]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٥.

([2]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٦٨، بحواله : ردالمحتار، باب سجود السهو، ج : ١، ص : ٦٩٥ – ٦٩٦.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٦٤، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٧، کتاب الصلوة، الباب الثاني عشر في سجود السهو.

([4]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٢٩، بحواله : هديه، ج : ١، ص : ٦٦.

([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٦.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٦٥، بحواله : حلبي کبير، ص : ٤٥٦، فصل في سجود السهو، ردالمحتار مع الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٥٦، باب صفة الصلوة، مطلب واجبات الصلوة، البحر الرائق، ج : ١، ص : ١٢٦، باب صفة الصلوة.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٦.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٦٥، بحواله : البحر الرائق، ج : ٢، ص : ١٠٦، ايضاً فتاوى عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٦ – ١٢٧، کتاب الصلوة، الباب الثاني عشر في سجود السهو.

([9]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٧٧، بحواله : ردالمحتار، باب سجود السهو، ج : ١، ص : ٦٩٣.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close