دمحصلينو ازاده مظاهره  او د دولت زنداني غبرګون

تېره اونۍ چې کابو لس ورځې به  پوره کېږي، دننګرهار پوهنتون محصلينو دخپلو  دوؤ غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره  ازاده، با امنه  مظاهره وکړه او د پوهنتون له چارواکو يې د خپلې اعاشې دغوښتنې په اړه سوله ييزه مظاهره وکړه. دننګرهار پوهنتون مسؤلين دتېرو شپږو مياشتو راپه دېخوا دننګرهار پوهنتون محصلينو ته  دپخوا په څېر لازمه اعاشه نه ورکوي. او دمحصلينو په وينا، هيڅ  اقدام يې هم نه دی کړی، چې دبيا بيا غوښتنو دنه ځواب په مقابل کې يې په مظاهره لاس پورې کړ.

په  اوس وخت کې به داسې دولت او نظام  نه  وي، چې مخالفين به ونه لري. د دولت او يا نظام په مقال کې مخالفين، مظاهرې او لاريونونه داعتراض په توګه له ځانه سره شعارونه او بيرغونه لري .  دننګرهار امنيتي مسؤلينو په دې اعتراض ، چې محصلينو سره  د طالبانو او داعش بيرغونه د مظاهرې په  دوران کې په  لاسونو کې وو او دواړه زموږ مخالفين دي . دمحصلينو څخه يې ۲۷تنه دشپې لخوا نيولي دي. او دراپورونو په بنسټ ، دنورو محصلينو دنيولو لپاره امنيتي پوليس عمليات ترسره کوي . په دې محصلينو کې درې تنه دننګرهار او نور يې دهېواد دبېلا بېلو ولاياتو ياد کړل شوي دي. کله چې په يوه هېواد کې مقننه اداره خپل مسؤليت له لاسه ورکړي او بې کفايته مسؤلين يې خپل مسؤليت درک نکړي دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

دننګرهار چارواکو په محصلينو دا نيوکه کوي او دمحصلينو نېولو اصلي عامل هم ، دهغوی په  لاسونو کې تور او سپين بيرغونه بولي. دکورنيو چارو وزارت او دننګرهار دامنيتي مسؤلين پرمحصلينو له دې امله نيوکې کوي ، چې دمخالفو وسله والو بيرغونه يې رپولي وو، چې غيرقانوني عمل دی نو پکار دی چې لومړی د وزارت دلوړو پوستونو څخه پېل وشي چې تردې زيات دنيوکو او جرمونو عاملين دي . محصلينو خو يوازې بېرغونه په لاسونو کې نيولي ؛ هغه چاچې دپرديو دښمنانو وسلې په لاسونو کې نيولي او دافغانستان مؤمن او مجاهد ولس پرې دشپنيو عملياتو  په نامه وژني هغه کسان چې دڅو ډالرو په مقابل کې په يوه  او بله نامه ولسي بې ګناه افغانان بمباروي،بايد ونيول شي . هغه چې دشخصي دښمنۍ له امله يې ولسي وګړي دزندانونو تورو کوټوته په غلطو راپورونو رسولي هغوی بايد ونيول شي.

هغه چې تراوسه پورې يې دروسانو او نن ورځ  دامريکايانو په ټانکونو سپاره دافغانانو کورنه ورانوي ،ښځې ،ماشومان او زاړه وژني؛ هغه بايد ونيول شي.

که دکورنيو چارو وزارت  دپرديو وسلو په زريعه افغان وژونکي ونيول؛ بيا دې دنورو مخالفو بيرغونو په جرم محصلين هم ونيسي. خو هغه دبيان دازادۍ دسوال ځواب به څرنګه ورکوي؟ دبيان ازادي يوازې په قلم نه ،بلکې دمظاهرو په شکل چې دشخړو او دولتي شتمنيو په تاوان تمامه نشي با امنه مظاهره وي؛  د بيان دازادۍ په زومره کې راتلای شي . اوبه چې له بره خړې شي هغه تر پايه خړې روانې وي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close