دمشر ملا صاحب غږ په کرېملن کې انعکاس وکړ / نعمان لطیف

نعمان لطیف

دطالبانو دمشر مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزي هغه تاریخي جمله (که امریکایان نه وځي، په زور ئې کاږو) چې په روسیه کې ئې یوې نړیوالې غونډه کې وویله، له یوه پلوه که د افغان مسلمان قوم د شجاعت، مېړانې، ایماني غرور او ماضي ترجماني کوي، له بله پلوه نړۍ او ګاونډیانو ته تر شاه یو خاموش پیغام هم لري

دکرېملن له هغې ماڼۍ له کومه ځایه چې څو لسیزې وړاندې د اسلام د نابودؤلو چیغه پورته شوې ؤه او د اسلامي هېوادونو د لاندې کولو لپاره ترې سرو لښکرو ته قومانده ورکولای کېدله، د یؤه مسلمان له لورې په یرغلګر کفري جهت غږ کول چې: که په رضا زموږ له هېواده نه وځئ موږ مو په زور شړو؛ له ځانه سره د نړۍ ټولو زورؤرو او ګاونډیانو ته داسې یو پیغام ورکول دي چې موږ د هیڅ زورؤر د زور پروا نه ده کړې، نه دچا زور ته خم شوي یو او نه زموږ ترڅنګ ولاړ زورؤر او په عصري ټیکنالوژیو غاوره ګاؤنډیان دې په دې خوش فهمۍ کې ځان اچوي چې ګویا دطالبانو نظام به یې زور، زر او ټیکنالوژیو ته خم او تسلیم شي

اتلس کاله وړاندې همدا نعره یؤه خاکساره او ملنګ ټایپ مُلا پورته کړې ؤه او هغه مهال ئې پورته کړه چې کابو نیمایي نړۍ د امریکایانو په مشرۍ د ده وژلو او دده په هڅو دقائم شوي نظام ړنګولو ته اشر وکړ

خو هغه وخت خلکو وخندل، ملا صاحب ئې دېوانه وباله، دعوه ئې باطله، دخندا وړ او د غره سره د سر جنګولو مترادفه وبلله؛ اتلس کاله وروسته د همهغه مُلا یوه لاروي دکرېملن له کمونستي ماڼۍ په مغروره امریکایانو او نړۍ غږ وکړ چې که چېرې زموږ له خاورې په رضا نه وځئ موږ به مو په زوره وکاږو.

دمُلا صاحب پورته کړي غږ اتلس کاله وروسته په کرېملن کې انعکاس وکړ او نړۍ ته ئې روڼ پیغام ورکړ چې تر مادیاتو معنویات معتبر دي. هغه قومونه چې دمادیاتو دسیلاب پر وړاندې خپل معنویات ساتلای شي دنړۍ هیڅ ځواک ئې نشي ماتولای

دطالبانو دبریا راز کلک اسلامي دریځ، خپلو وعدو ته ژمنتیا او د ماتحت افرادو مبارزې ته قدرداني ده

هغه طالب چې امریکایي ولسمشر جورج بُش ئې په ډېر غرور له سمڅو د راکاږلو او ختمولو دعوې کولې؛ د خپل اخلاص، روښانه دریځ او دخپل رب پر وعدو د کلک اعتماد له برکته نن دومره پورته لاړ او ولاړ دی چې له ټولې کفري نړۍ سره دزور په ژبه خبرې کوي، او له خپلې خاورې ئې په زور دویستلو چېلنجونه ورکوي.

دطالبانو له منظمې او قوي مبارزې او بې مثله رهبریته هیڅوک انکار نشي کولای او نه تر دې دمه داسې کوم کره او پر تول پوره شواهد افغان ملت او نړۍ ته وړاندې کړای شوي دی چې له مخې ئې دطالبانو مبارزه پردۍ ثابته کړای شي

همدا لامل دی چې نن ئې نړۍ مخ ته ماته ده او پر حقانیت ئې اقرار کوي

یقینا طالبانو داسې مقاومت وکړ چې معاصره نړۍ ئې له بېلګې عاجزه ده او که داسې ووایم درسته به وي چې پر داسې قوي ایمان او کلک هوډ ئې مبارزه وکړه چې تمامه نړۍ ئې مخ ته بېوسه ودرېدله

دمرحوم مشر ملا صاحب غږ چې له جونګړې پورته شو او دکرېملن په ماڼۍ کې وکړنګېد او منعکس شو، دبېسارې او بې مثاله قربانیو له برکته ممکن شو

نن چې کفري نړۍ ژبه بدلوي، له طالب دترهګر تور ایسته کوي او پلاوي ته ئې په حیرت سره ګوري، مظلوم ته له ځانه سره دا پیغام هم لري چې ظالم قوي نه دی، برتر نه دی، ګټونکی نه دی

مظلوم قوي دی، برتر دی او ګټونکی دی خو د ظالم خلاف غږ پورته کول په کار دي، مبارزه په کار ده او مبارزه استقامت غواړي، ثبات غواړي او پر خپله عقیده بهروسه او ایمان غواړي

دبش دپیل کړې جګړې په نیمایي کې یؤه بل امریکایي ولسمشر دعقلانیت پر ځای له احساساتو کار واخیست او اعلان ئې وکړ چې دطالبانو دځپلو لپاره به افغانستان ته اضافي پوځیان واستوي

هغه مهال په افغانستان کې د امریکا دهوایي ځواکونو مشر جیمز هکر په ډېر غرور او کبر وویل: دطالبانو خلاف به جګړه داسې تونده کړي چې تر اټکل پورته وي

جیمز هکر افغانستان ته د A10 په نوم دهغو جنګو الوتکو له را رسېدو یادونه وکړه چې تر دوه زره پونډه پورې د وزني بمونو غورځولو توانایې لري او تر دې وړاندې په عراق او سوریه کې ازمویل شوې وې، مګر نتیجه ئې ټولو ولیدله چې د زبر ځواک هره ټیکنالوژي د دې سپېڅلي لښکر پر وړاندې صفر شوه

یؤه جنرال تر دې وویل چې پس له دې به د طالبانو سترګې په اسمان کې نښتې وي او د مځکې پر مخ به هیڅ ځای کې دخونديتوب احساس ونکړي

دکفر ټول زور اوبه شو مګر له مادیاتو بې پروا او په معنویاتو سمبال مبارزین لا هم په زور کې دي او دنړۍ هر یرغلګر ته په زغرده خپل پیغام ورکوي او ورته وایي چې موږ له خپلې خاورې او دین څخه نه ستړې کېدونکې دفاع کوو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close