دملګرو ملتونو د ښځو حقوق داسلام په تله ( څلورمه برخه )

۸-اتمه ماده:

ګرد هیوادونه او حکومتونه دې داسې اقدامات وکړي چې د هغوی په ذریعه ښځې له نارینه ؤ سره په برابره توګه له کوم خنډ او امتناع پرته په نړیواله کچه په نړیوالو غونډو کې د خپلو خپلو حکومتونو استاذي توب او ګډون وکولی شي.

۹-نهمه ماده:

الف: په هر حکومت لازم دی چې ښځو ته هم د نارینه ؤ په څیر د تابعیت ځانګړې تذکره ورکړي، او د دې باور هم ورکړي چې د سړي د تابعیت د بدلولو له لامله ښځه له تابعیت څخه محرومه نه شي او نه هم د سړي اتباع پر ښځه باندې تحمیل کړای شي او جبرا پرې ومنلی شي.

ب: حکومتونه مکلف دي چې د اولاد د تابعیت په معامله کې ښځو ته هم له نارینه ؤ سره برابر حق ورکړي، په دې معنی چې څرنګه اولاد پلار ته منسوبولی شي باید مورته هم منسوب کړی شي.

۱۰-لسمه ماده:

د نړۍ هر حکومت دې داسې هر ډول اقدامات وکړي چې د هغو په ذریعه د زده کړې او تعلیم ډګر کې د ښځو په خلاف توپیري چلن پای ته ورسولی شي.

۱-اکتسابي زده کړې او دخپل حیثیت د اوچتولو په خاطر مناسب منصب ته رسیدل، چې د همدغې موخې له پاره په کلیوالی سیمو کې د زده کړې په ترلاسه کولو کې له نارینه ؤ سره برابر مواقع باید ورکړای شي.

۲- په ازموینه، تدریسي پرسونل، ښوونځیو او لیسو کې تدریسي وسائل هم باید  نارینه او ښځو ته یو شان او په مساویانه توګه میسر وي.

۳- په تعلیمي ‌ډګر کې د ښځې او نارینه تر منځ د روایت پر اساس موجود توپیر د نصابي

کتابونو به نظر ثاني، د تعلیمي مراکزو په پاردودونو (پروګرامونو)کې او د نارینه او ښځو د ګډ (مخلوط)تعلیم په ذریعه باید هرو مرو هر ډول توپیرونه پای ته ورسولی شي.

۴-دنده، منصب او د هر ډول مرستو ترلاسه کولو زمینه نارینه او ښځو ته په یو شان او برابره توګه باید برابره شي.

۵-د انپړو (بې سوادو) له پاره د زده کړې د کورسونو برابرول د نارینه او ښځو دواړو له پاره باید برابر چمتو کړی شي، څو د دواړو لپاره تعلیمي تشه ډکه کړی شي.

۶-د ښځو د زده کړې د نیمګړې بریښودو د شمیر زیاتیدو مخنیوی، د نجونو او ښځو د زده کړې د جاري ساتلو له پاره لازم تدابیر نیول د حکومت فریضه او ذمه واري ده.

۷-په لوبو او فزیکل تعلیم کې نارینه او ښځو ته په مساوي توګه زمینه برابرول اود اولاد د بندلو (تحدید نسل) په اړه ښځو ته پوهه ورکول او تخنیکي علم ترلاسه کول د نارینه او ښځو برابر حقوق دي.

۱۱-یوولسمه ماده:

د ملګرو ملتونو په سازمان کې په غړیو حکومتونو لازم دي چې ښځو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړي لکه څرنګه یې چې نارینه ؤ ته برابره وي څو ښځې هم وکولی شي هغه حقوق ترلاسه کړي چې ترلاسه کول یې غواړي بیا په خاصه توګه په دغو لاندې موضوعاتو کې:

۱- د انسان په توګه د کار کولو حق.

۲- د کار او دندې ترلاسه کولو او د اصولو او ضوابطو پر بنسټ له نارینه ؤ سره موازي او مساوي حق ورکول.
۳- د هر کار او کسب د انتخاب ازادانه حق، د دندې او روزي د تأمین او نور ګرد سهولتونه ورکول، چې په هغو کې حرفوي روزنه، په حکومت کې ماموریت او نور ګرد اړین شرائط برابرول.

۴-له نارینه ؤ سره برابر او په یو انډول د تنخا ورکولو او دنورو امتیازاتو ورکولو حق او دنر او ښځې تر منځ د مساوات له اصولو لاندې د کار کولو قانوني حق ورکول.

۵- اجتماعي تأمین، دتقاعد په صورت کې، د ناروغتیا په وجه د رخصتي ورکولو حق، او زوړوالی او د بل کوم معقول عذر له کبله د بې تنخا رخصتي ورکولو حق.

۶- د ماموریت او کار کولو په دوران کې د ښځو د روغتیا او د ساتنې (حفاظت) حق، چې په دې کې د اولاد زېږولو(زچه ګي) د عمل حفاظت هم داخل دی.

۷- د ښځو په خلاف د واده یا ولادي نسائي د تعطیلاتو په وجه د پیداشويو تعصباتو د پای ته رسولو له پاره حکومتونه باید دغه لاندې اقدامات وکړي.

الف: د اولاد د حمل په موده کې،یا له اولاد زیږولو څخه وروسته د زچګی له لامله د تعطیلاتو په سبب له دندې ‏څخه د ښځې د لرې(بر طرف) کولو ممانعت.

ب: د زچګی رخصتي باید له تنخا ورکولو او نورو امتیاراتو ورکولو سره وي، او د ذکر شویو تعطیلاتو له کبله له رسمي دندې د نه لرې کولو ډاډ ورکول،او د غې خطرې د بشپړ مخنیوي له پاره کوټلی اقدامات کول د حکومت ذمه واري ګڼلی کیږي.

ج: پلار باید خپلې لور ته داسې دنده مهیا کړي چې هغه خپله منصبي دنده او ماموریت په ښه توګه ترسره کړی شي او په وس کې یې وي، بیا په خاصه توګه د اولاد د پالنې او روزنې له پاره یې د کروړلی پار دودي (پروګرام) په جوړولو سره ښځو ته له پریشانتیاو څخه نجات ورکولی شي.

د: له داسې چارو کولو څخه د زچه  ښځې معاف کول د زچګي په موده کې یې کول زچه  ښځې ته جسمي زیان رسونکی وي.

‏ه- په دغه (یوو لسمه) ماده کې د ذکر شویو مسائلو د تعمیل او ژغورنې مناسب قانون جوړول د هر حرکت اجتماعي ذمه واری ګڼلی کیږي.

…..په بله برخه کې به ددی مادو داسلامې نظریاتو سره پرتله کړو …..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close