دمېړه او مېرمن يو پربل حقوق / اوومه برخه

ليکنه : مولوي پوهنمل زاهدي احمدزی

۳- که چېرې مېړه په سفرتللی وي او شرعي عذر ونلري ؛ نو شپږ مياشتې حق لري او په اوومه مياشت کې بايد هرو مروښځې ته حاضرشي ، دا فتوی هم د امام احمد بن حنبل رح ده.

۴- له شوافعوڅخه امام غزالي(رح) ويلي دي : پرمېړه باندې واجب دی ، چې لږ ترلږه په هروڅلورو ورځوکې يوځل هرومرو له مېرمن سره جماع وکړي؛ ځکه چې يو سړي ته په شرعي توګه د څلورو ښځو کولو اجازت دی ، چې هرې يوې ته څلورمه شپه نوبت رسيږي ، په همدې اساس که يوسړی يوه ميرمن ولري ؛ نوهر د څلورمه شپه بايد جماع ورسره وکړي او په دغه موده کې که د ښځې خوښه او رضامندي وي ؛ نو په دغه موده کې کمښت او زياتوالی هم روا دی.

۵- مالکيه وويلي دي (( الجماع واجب علی الرجل للمرأة اذ انتفی العذر )) يعنې پرسړي باندې له خپلې ميرمن سره جماع کول واجب دي ؛ خو په دې شرط چې شرعي مانع او عذر منتفی وی. ګواکي مالکيه وو موده ټاکلې نه ده.

۶- امام شافعي(رح) ويلي دي : لايجب المراة لانه حق له فجازله ترکه)) يعنې په ګرد عمرکې يوځل پرمېړه باندې له ښځې سره جماع کول واجب دي؛ ځکه جماع کول د مېړه حق دی ؛ نوده ته رواده ، چې يو ځل يې ورسره وکړي او بيا يې پريږدي. يعنې غاړه يې نه بندېږي  او په يوځل جماع کولو يې واجب ادا کيږي.

۷- امام ابوحنيفه(رح) ويلي دي: لها ليلة من اربع ليال. يعنې ښځه پرمېړه حق لري ، چې له څلوروشپو څخه يوه ورته ورکړي . لږه موده يې هماغه ده ، چې اميرالمؤمنين عمر (رض) ورته ټاکلې ده او امام اعظم صيب او امام غزالي صيب د څلورو ورځوموده ورته  ټاکلې ده . دا په هغه صورت کې ده چې پرمېړه باندې مېرمن په دې باره کې دعوی وکړي.

شرطونه :

پرمېړه باندې له ښځې سره جماع کول واجب دي؛ مګر په دغولاندې شرطونو باندې:

يودا چې د ښځې يا سړي له پلوه شرعي عذر نه وي اوهغه داسې، چې ښځه دحيض په حالت کې نه وي ؛ ځکه چې په حيض کې له ښځې سره جماع کول حرام دي .

 دويم دا چې سړی بندي نه وي ، په سفرکې نه وي ، لکه چې د کسب او کار لپاره تللی وي، يا دعلم د زده کړې لپاره تللی وي، يا د حج په سفرتللی وي .

 دريم داچې سړی ناروغ نه وي، په جسمي ناروغۍ سره يا داسي جنسي ناروغي ولري ، چې ساري وي ، لکه توبرکلوز (سل) يايې ښځه په دغه ډول ناروغۍ اخته وي .

څلورم دا چې د حج په احرام کې نه وي. پنځم داچې په روژه کې په ورځ کې نه وي.

 شپږم داچې په اعتکاف کې نه وي. ميړه وي اوکه ميرمن وي.

اووم دا چې ښځه په نفاس کې نه وي يعنې د اولاد دزوکړې په څلويښتۍ کې نه وي، ځکه چې په داسې حالت کې هم جماع کول ورسره حرام دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close