دناامینو له امله افغانان له افغانستانه کډی کوی‎

راپور: انصار

د درې کالو را هیسې له افغانستان نه اروپایي  هېوادونو ته د افغانانو د کډه کېدو  بهر زیات شوی دی.

د لسو کالو په پرتله څلور چنده افغانان له هېواده نورو هېوادونو ته په کډه شویدي.

افغان دولتي چارواکو د ډاکټر عبدالله د څرګندولو په تأکید ویلي دي چې په افغانستان کې د نا امینو او اقتصادی ستونزو له امله  اروپايي هېوادنو ته په زرګونه افغانان روان دي چې تر اروپايي هېوادونو پورې په لاروکې د مرګونو له ستونزو سره مخ کیږي.

 تېره ورځ په کابل کې د مسعود په یاد غونډه کې ډاکټر عبدالله وینا کوله، له افغانستان څخه يې  د افغانانو په وتلو اندېښنه څرګنده کړه.

ډاکټر عبدالله د افغانانو له هېواده په وتلو د اندېښنې ترڅنګه وویل که دا حال وي افغانستان به مداخله ګرو هېوادونو ته خالي پاتې شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close