دنړۍ پای – دقیامت (۴۴مه) نښه ( تر ټولو رذيل سړی به د قوم مشر شي )

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۴۴- تر ټولو رذيل سړی به د قوم مشر شي

د قيامت دغه نښانه هم له مخکنی نښانې سره پيوسته ده، يعنې قوم که په سفر کې وي، يا د کوم مهم کار لپاره سره را يو ځای کيږي، يا د کومې معاملې فيصله کول مقصود وي، په هر قسم حال کې به د قوم مشري د کوم نيک او منصف سړي په لاس کې نه وي، بلکه کوم سړی چې تر ټولو بد او رذيل وي دا منصب به د هغه په لاس کې وي.

په اصل کې داسې صورتحال د زمانې د بدوالي له امله پيدا کيږي، يا دا چې لوی سبب يې دا دی چې بد او بيکاره خلک به په کثرت سره پيدا شي.

۴۵ د يوه انسان له شر څخه د ځان ساتلو په خاطر به د هغه عزت کيږي

دا به د دې لپاره کيږي چې قيادت به د بيکارو او نا اهله خلکو په لاس کې وي او هغوی به په ټولنه کې اکثريت لري، له همدې امله به خلک مجبور وي تر څو د هغو بيکاره خلکو عزت وکړي، هغوی ته يو حيثيت ورکړي، د هغوی احترام وکړي او دا ټول به د هغوی له ظلم، زياتي، ضرر رسولو او د هغوی له شر څخه د ځان ساتلو له امله وي.

له ۳۶ نمبر نښانې څخه تر دې ځايه چې کومې نښانې ذکر کړی شوی د هغوی ټولو بيان په دې حديث شريف کې شوی کوم چې حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کړی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل !

إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنى صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسقهم وكان زعيم القوم ارذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها فليرتقبوا عند ريحا حمراء وزلزلة وخسفا وقذفا وآيات تتابع كنظام بال قطع سلكه فتتابع ([1] ).

ژباړه : کله چې د فی مال دولت وګڼل شي، د امانت مال غنيمت وبلل شي، د زکاة په ورکولو د جرمانې خيال وکړل شي، علم د غير ديني مقاصدو لپاره حاصل کړل شي، خلک د خپلې ښځې اطاعت او د مور نا فرماني وکړي، دوستان نږدې کړي او پلرونه ليرې کړي، په جوماتونو کې آوازونه پورته کړل شي، فاسق او فاجر خلک د قبيلو مشران شي، رذيل سړی د قوم مشر (سردار) شي، د يوه انسان عزت د هغه د شر له ويرې وشي، د موسيقي آلات او سامان عام شي، د شرابو څښل عام شي او د امت د آخرې زمانې خلک په مخکنيو خلکو باندې لعنت ويل شروع کړي نو په دې وخت کې دې خلک د ګرمو هواګانو، زلزلو، په زمکه کې خسف، د شکلونو مسخ کيدو، د تيږو (ډبرو) باران او داسې نښانو ته انتظار وکړي کومې به چې پيوسته راځي.

[1]  – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۱۱، وقال : حديث غريب، والحديث فی اسناده رميح الجذامي، لايعرف، وله شاهد عن علی رضی الله عنه، فی اسناده الفرج بن فضالة، وآخر عندالطبرانی عن عوف بن مالک، وفيه عبدالحميد بن ابراهيم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close