دنړۍ پای (۲۴مه برخه) – دفحاشي عام کیدل ـ

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۳۲- د فحاشي عام کيدل

له فحاشي څخه مراد د لوڅ لباس اغوستل او د داسې الفاظو ويل په کومو کې چې بې حيايي له ورايه تر سترګو کيږي، همدا شان يوه بل ته پيغور ورکول او لعن طعن کول هم په بې حيايي کې راځي، د فحاشي عام کيدل هم د قيامت له نښانو څخه دي، امام الانبياء  صلی الله علیه وسلم  فرمايي :

والذي نفس محمد بيده ! لاتقوم الساعة حتی يظهر الفحش  ([1] ).

ژباړه : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې فحاشي عامه نشي.

۳۳- امانتدار ته خائن او خائن ته امانتدار ويل

د امانت او ديانت پورته کيدل او د منصبونو نا اهلو خلکو ته سپارل هم د قيامت له نښانو څخه دي، د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې امانتدار سړی به خائن بلل کيږي، د دې معنا دا ده کوم سړی چې واقعي امانتدار وي هغه ته به د شک په سترګه کتل کيږي او د هغه په امانتداري او صداقت باندې به اعتماد نه کيږي او کوم سړی چې په اصل حقيقت کې دروغژن، منافق، د غټې ژبې څښتن او خائن وي هغه به قابل اعتماد بلل کيږي، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت به قايم نشي تر څو چې ……. امين خائن او خائن امين ونه بلل شي ([2] ).

[1]  – المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.

[2]  – المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close