دنړۍ پای ( ۷۶مه او آخری برخه ) – دقیامت آخری نښه، اور، چې خلک دمیدان حشر لوري ته بیایي –

لیکوال : محمد العریفي

ژباړه : م، نجم الرحمن فضلي

اور کوم به چې خلک د ميدان حشر لوري ته بيايي

د قيامت تر ټولو اخيري نښانه دا ده چې د يمن له لوري به يو اور راووزي کوم به چې خلک ارض محشر (شام) لوري ته ور وړي او دوی به هلته سره جمع کوي.

          دا اور به څنګه وي؟

          دا به څنګه راووزي؟

          له کوم ځای څخه به راووزي؟

          او له هغه وروسته به څه واقعات وي؟

د دغه اور په باره کې وارد احاديث

له حضرت خذيفه بن اسيد غفاري  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې يو ځل نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  زمونږ خوا ته تشريف راووړ کله چې مونږ د قيامت ذکر کاوه، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل : تاسو د کوم شي ذکر کوی؟ مونږ عرض وکړ : مونږ د قيامت ذکر کاوه، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل:

إنها لن تقوم حتى ترون قبلها عشر آيات فذكر الدخان والدجال والدابة وطلوع الشمس من مغربها ونزول عيسى ابن مريم صلى الله عليه و سلم ويأجوج ومأجوج وثلاثة خسوف خسف بالمشرق وخسف بالمغرب وخسف بجزيرة العرب وآخر ذلك نار تخرج من اليمن تطرد الناس إلى محشرهم ([1]).

ژباړه : بلا شبه قيامت نه قايميږي تر څو چې تاسو له هغه څخه د مخه لس نښانې ووينی، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ذکر کړی (۱) دود (۲) دجال (۳) خروج دابه (۴) د لمر له مغرب څخه را پورته کيدل (۵) د حضرت عيسی  علیه السلام نزول (۶) د ياجوج ماجوج خروج (۷) دری ځايه د زمکې چاودلو واقعات، يعنې په مشرق کې د زمکې چاودل، په مغرب کې د زمکې چاودل او په جزيرة العرب کې د زمکې چاودل، له ټولو په اخير کې چې کومه نښانه ظاهريږي هغه د يمن له لوري راوتونکی اور دی کوم به چې خلک د ميدان محشر لوري ته بيا يې.

او په يوه بل روايت کې داسې دي:

نار تخرج من قعرة عدن ترحل الناس ([2]).

ژباړه : يو اور به د عدن له ليرې علاقې څخه را ووزي کوم به چې خلک روان کړي.

له حضرت عبد الله بن عمر  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ستخرج نار قبل يوم القيامة من بحر حضرموت أو من حضرموت تحشر الناس قالوا فبم تأمرنا يا رسول الله قال عليكم بالشام ([3]).

ژباړه :

 د قيامت له ورځې د مخه به له بحيره حضرموت څخه يا له حضرموت څخه يو اور راووزي کوم به چې خلک پورته کړي، صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ: په دې حالاتو کې ته مونږ ته د کومې خبرې حکم کوې؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : تاسو په شام کې اوسيدل غوره کړی.

له حضرت انس  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې عبد الله بن سلام  رضی الله عنه  چې کله د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  مدينې ته په تشريف راوړو خبر شو نو هغه د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې حاضر شو او عرض يې وکړ : زه له تا څخه د دريو شيانو په باره کې پوښتنه کول غواړم ! په کومو چې له نبي پرته بل څوک نه پوهيږي : د قيامت لومړی نښانه څه ده؟ د جنتيانو تر ټولو لومړی خوراک څه دی؟ د دې سبب څه دی چې ماشوم له پلار يا له مور سره مشابه کيږي؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : اوس ما ته جبريل  علیه السلام د دې شيانو په باره کې وويل ! عبد الله بن سلام  رضی الله عنه  وويل: دا فرښته د يهودو دښمنه ده ([4]) نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : د قيامت لومړی نښانه يو اور دی کوم به چې خلک له مشرق څخه د مغرب لوري ته بيايي، د جنتيانو لومړی خوراک د ماهي د ځيګر څنډه ده، تر کومه ځايه چې د ماشوم د مشابهت خبره ده نو کله چې سړی او ښځه کور والی کوي او د سړي اوبه د ښځې په اوبو باندې سبقت وکړي نو ماشوم پلار ته ورته کيږي او که د ښځې اوبه د سړي په اوبو سبقت وکړي نو ماشوم مور ته ورته کيږي، عبد الله بن سلام  رضی الله عنه  وويل: زه ګواهي ورکوم چې ته د الله رسول يې.

يو اشکال او د هغه ازاله

حضرت عبد الله بن عمر  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

إن أول الآيات خروجا طلوع الشمس من مغربها، وخروج الدابة على الناس ضحى، فأيهما خرجت قبل الاخری فالاخری منها قريب ([5]).

ژباړه : تر ټولو د مخه چې کومه نښانه ښکاره کيږي، هغه د لمر له مغرب څخه را پورته کيدل او د څاښت په وخت کې د خلکو لپاره د دابه را وتل دي، په دوی کې چې هره يوه اول ظاهره شي نو هغه بله هم ديته نږدې ظاهريږي.

د قيامت د نښانو په سلسله کې چې کوم ترتيب مخکې تير شو د هغه له دې حديث سره موافقت څنګه دی؟

له دې حديث څخه مراد د قيام قيامت نښانې دي او د دې تاييد د بخاري د يوه روايت په دې الفاظو سره هم کيږي (ما اول امر الساعة) يعنې قيام قيامت څنګه دی؟

تنبيه

دا اور کوم به چې خلک د محشر لوري ته را پورته کړي له هغه اور څخه جلا دی د کوم په باره کې چې ويل شوي چې هغه به د حجاز په زمکه ظاهر شي کوم به چې د بصره د اوښانو غاړې روښانه کړي، هغه اور په اومه هجري صدۍ کې ظاهر شوی او هغه د قيامت له وړو نښانو څخه دی.

اور به خلک څنګه را پورته کړي

له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دی:

خلک به د ميدان حشر لور ته په دريو طريقو سره راځي، يو شمير به په خوف سره راځي، يو شمير به په يوه اوښ دوه دوه، دری دری، څلور څلور يا لس لس راځي، پاتې خلک به اور پورته کړي، چيرته چې دوی قيلوله کوي اور به هم هلته له دوی سره دريږي او چيرته چې دوی شپه تيروي اور به هم هلته شپه تيروي، چيرته چې دوی صبا کوي اور به هم هلته صبا کوي او چيرته چې ماښام کوي اور به هم هلته ماښام کوي ([6]).

مطلب دا دی چې د دې اور مقصد به د خلکو سوځل نه وي بلکه مقصد به يې محض په شام کې د ارض محشر لوري ته د هغوی بيول وي، کله چې خلک ستړي شي، د قيلولې يا خوب لپاره ودريږي نو اور به هم ور سره دريږي، ليکن کله چې له قيلولې څخه را بيدار شي نو اور به هغوی مخ پر وړاندې روانه وي تر دې چې هغوی شام ته ورسوي.

له حضرت ابو ذر  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

خلک به د قيامت په ورځ د دريو ډلو په شکل کې را پورته شي، يوې ډلې به پر اميد جامې اغوستې او په سپرليو به سپاره وي، دويمه ډله به داسې وي کومه به چې کله روانيږي او کله به دريږي او دريمه ډله به داسې وي د کومو مخته به چې فرښتې روانې وي، په هغوی کې به يو ويونکی ووايي: هغه دوه ډلې خو مونږ معلومې کړې، ليکن دا ډله څوک دي کوم چې کله ځي او کله دريږي؟ نو نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: الله تعالی به په سپرليو داسې آفت را نازل کړي چې هيڅ سپرلی به باقي پاته نشي تر دې که يوه سړي ته د کوم به چې يو ښايسته باغ وي، يو د کجاوې واله په عمر رسيدلی اوښ ورکړی شي نو هغه به په هغه سپور نشي ([7]).

خاتمه

زه د الله تعالی حمد او ثناء بيانه وم چې زه يې د دې کتاب د تکميل لپاره په اسانتيا او اعانت سره سرفراز کړم، زه د الله تعالی په حضور کې لاس په دعا يم چې هغه دا کتاب نافع وګرځوي او د دې کتاب په باره کې زما نيت يواځې د خپل ذات لپاره خالص کړي.

زما کوشش دی چې زه د قيامت نښانې په نوي اسلوب کې وړاندې کړم تر څو ګران قدرمند لوستونکي ترينه ګټه واخلي، اميد ده چې زما تمنا پوره شوې وي.

د دې کتاب د لوستونکو لپاره دا ډيره ښکلې خبره ده چې د دې کتاب له مطالعه کولو وروسته خپلې رايې يا ملاحظات يا خپله نقطه نظر وليکي او ما ته يې د اې ميل په ادرس يا د SMS  په ذريعه را وليږي، زه به د هغوی ډير ممنون او په غائبانه ډول لاس په دعا يم.

زه له الله تعالی  جل جلاله څخه غواړم چې مونږ ټولو ته توفيق راکړي – آمين!

 

دکتور محمد بن عبد الرحمن العريفي

 

[1]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۱

[2]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۱.

[3]  مسند احمد :۲/ ۵۳، وهو حديث صحيح.

[4]  – يو ځل يهودو رسول الله  ته وويل : هر نبي ته يوه فرښته له اسمان څخه خبرې راوړي، مونږ ته ووايه تا ته څوک راځي؟ رسول الله  وويل : جبريل، هغوی وويل : هغه جبريل کوم چې عذاب او جنګونه له ځان سره راوړي، هغه خو زمونږ دښمنه ده، که چيرته تا ميکائيل ويلی وای نو دا به ښه وای، ځکه چې هغه رحمت، نباتات او باران له ځان سره راوړي، په دې موقع الله تعالی دا آيت کريمه نازل کړ (قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللّهِ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ 97 مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ).

[5]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۱.

[6]  – دا خبره په علامه نمبر (۱۳) تيره شوه.

[7]  – مسند احمد : ۵/ ۱۶۴، وسنن النسائي :۲۰۸۸، وهو حديث صحيح.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close