دنکاح اړوند ځینې بې ثبوته مسایل

مرتب مولوي سلیمان حقاني

مسئله ولور رشوت دی
ځېنې پښتانه چې چاته خپله لور یا خور په نکاح ورکوي، نو دولور په نامه ترې څه پیسې اخلي او خپل جیب ته یې اچوي، داکار ورته بابیزه ښکاري او حال دا چې دا رشوت دی، رشوت حرام دی او سړی دوزخ ته بیایې
في المعجم الأوسط للطبراني ج: ۳ص: ۲۹
عن عبدالله بن عمرو قال: قال النبي صلی الله علیه وسلم: الراشي والمرتشي في النار
ترجمه: له عبدالله بن عمرو رض څخه روایت دی هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: رشوت ورکوونکی او رشوت اخیستونکی به دجهنم په اور کې وي.
وفي مجموع الفتاوی ج: ۲ص: ۲۰۶
لعن رسول الله صلی الله تعالی علیه وآله وسلم الراشي والمرتشي. ومن الرشوة ما اخذه ولی المراة قبل النکاح اذا کان بالسؤال او کان اعطاء الزوج بناءً علی عدم رضائه علی تقدیر عدمه، وقال في المعدن: ولا یجوز لابي البنت ان یاخذ من الخاطب شیئا لانه رشوة.
ترجمه رسول الله صلی الله علیه وسلم پر رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت کړی دی له نکاح څخه دمخه دښځې سرپرست چې څه مال اخلي، هغه رشوت دی که په سوال سره وي اویا دخاوند ورکړه په دې وجه وي چې دنه ورکولو په صورت کې دښځې سرپرست نه راضي کېږي. او په معدن کې وایې: د نجلی پلار ته جایز نه دي چې له نکاح غوښتونکي سړي څخه څه شی واخلي: ځکه چې دا رشوت دی.
وفي رد المحتار ج: ۲ص: ۳۹۷
في الدرالمختار: اخذ اهل المرءة شیئا عند التسلیم فللزوج ان یسترده. (قوله عندالتسلیم)… وکذا لوابی ان یزوجها فللزوج الاستراد قائما وهالکا لانه رشوة.
ترجمه: دښځې خپلوان دښځې دسپارلو په وخت کې څه شی واخلي او دغه شان که ددې ښځې دنکاح له ورکولو څخه انکار وکړي، اوڅه مال واخلي، نوخاوند ته جایز دي چې بېرته یې ترې واخلي هغه شی موجود وي او که هلاک: ځکه چې دا رشوت دی.
مسئله دنکاح ایجاب او قبول درې کرته ویل ضروري نه دي
په ځینو سیمو کژ دخلکو داخیال دی چې باید دنکاح ایجاب او قبول درې کرته وویل شي او دا ضروري ګڼي، او حال داچې دنکاح تړلو لپاره یوځل ایجاب اوقبول کفایت کوي، دوباره او سه باره ویلو ته هېڅ ضرورت نشته حتی چې دمستحب درجه هم نه لري، بلکې دایو تاوان لري چې له دې نه دا غلط وهم پیدا کېدای شي چې ګویا له درېیم کرت نه مخکې نکاح ضعیفه او کمزورې ده، نو ځکه اهل علمو ته ددې رواج ختمول پکار دي
یادونه:
ددیوبند په اسلافو کې په لومړي ځل غالباً حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوي صاحب ددې دنه استحباب فتوی ورکړې او دفتوې عنوان یې دادی: عدم استحباب ایجاب وقبول بسه مرتبه وګورئ!(امدادالفتاوی ج: ۲ص: ۲۶۳)
وفي منهاج السنن ک ج: ۲ص:۲۶۳
وائمة المساجد یؤخرونها عن العقد ویخالفون الحدیث والفقه، وکذا یکررون الایجاب والقبول من عند انفسهم، وهذا موهم لکون النکاح قبل المرة الثالثة ضعیفا ذا وهن کالطلاق.
ترجمه: دجوماتونو امامان خطبه له عقد څخه وروسته کوي او په دې سره دحدیث او فقهې مخالفت کوي، همدارنګه دخپلو ځانونو له طرفه ایجاب او قبول مکرر وایې، اوداخو دا وهم پیدا کوي چې نکاح له درېیم کرت څخه دمخه ضعیفه او کمزورې ده لکه طلاق.
مسئله
دکونډې ښځې دعدت په اړه یوه غلط فهمي
دځینو خلکو داخیال دی چې ښخه کونډه شي او امیند(دبچي امید) یې نه وي، نوتر یوکال پورې بل واده نشي کولای او دیوه کال داعدت اوشمېر فرض او واجب ګڼي. حال داچې دکونډې ښځې چې بچی یې په نس نه وي، نو عدت یې په شریعت کې څلور میاشتې او لس ورځې دي، نود داسې کونډې دبل واده لپاره دیوه کال انتظار فرض او واجب ګڼل دهېچا قول نه دی، دادځینو خلکو غلط فهمي او علماوو ته دنه مراجعي نتیجه ده.
وفي لباب التأویل في معاني (الخازن) ج: ۱ص: ۱۶۹، ۱۶۷
وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّونَ مِنْکُمْ وَیَذَرُوْنَ أَزْوَاجاً یَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أشهرٍ وعشراً فإذا بلغْن أجَلَهُنَّ فلا جناح علیکم فیما فعلن في أنفسهن بالمعروف والله بما تعملون خبیرٌ
…أجمع العلماء علی أن هذه الآیة ناسخة لما بعدها من الاعتداد بالحول وإن کانت هذه الآیة متقدمة في التلاوة وسنذکر تمام الکلام علیه بعد في موضعه إن شاءالله تعالی، والله أعلم.
ترجمه: او هغه کسان چې له تاسې څخه مړه شي اودوی ښځې پرېږدي، نو دا ښځې دې څلور میاشتې او لس ورځې خپل ځانونه منتظر کړي او چې کله دعدت خپلې مودې ته ورسېږي نو پرتاسې هېڅ ګناه نشته په هغه کار کې چې داښځې یې دخپلو نفسونو په هکله يه ښه توګه سره کوي او الله تعالی په هغو شیانو چې تاسې یې کوئ ښه خبردار دی.
…علماوو اجماع کړې چې دا آیت له هغه آیت لپاره ناسخ دی چې له دې وروسته دی یعنې هغه آیت لپاره چې په هغې کې دیوکال عدت بیان شوی که څه هم دغه آیت په تلاوت کې مخکې دی.
ماخذ بې ثبوته مسایل

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close